د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان های کورټ د سردار شېرباز ساتکزي ضمانت منظور کړ


د غیرت په نامه وژنو پر ضد، په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالان مظاهره کوي - انځور له ارشیفه
د غیرت په نامه وژنو پر ضد، په اسلام اباد کې د بشري حقونو فعالان مظاهره کوي - انځور له ارشیفه

بلوچستان های کورټ په ناموسي وژنه کې د یوې ښځې او سړي د وژنې په تور د نیول شوي سردار شېر باز ساتکزي د ضمانت درخواست منلی دی.

نوموړی په جولای میاشت کې تر هغې وروسته ونيول شو چې کله د مستونګ په ډېګارۍ سيمه کې د ساتکزي په مشرۍ يوې قبايلي جرګې د يوې ښځې او د هغې د مېړه د وژلو فیصله وکړه.

وروسته دواړه د جرګې مخې ته ووژل شول چې پرضد يې په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه وښودل شول.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د جولای پر ۲۱مه په یو بیان کې ویلي ول چې د پېښې په تړاو سردار شېر باز ساتکزی او ۱۱ نور کسان نيول شوی دي.

خو اوس د سېپټېمبر پر۲۲مه د بلوچستان های کورټ قاضي اقبال کاسي د فریقینو تر دلیلونو اورېدو وروسته د سردار شېر باز ساتکزي په ضمانت د خوشي کولو امر وکړ.

د یادې پېښې په تړاو ۱۷ کسان لا هم د پولیسو په بند کې دي البته تراوسه پورې د وژل شوې جينۍ ورور چې ورباندې د خپلې خور د وژلو تور دی، نه دی نيول شوی.

خو دا یوازې بلوچستان نه دی، بلکې د خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په مختلفو برخو کې تر دې مخکې هم يوشمېر کسان، چې زياتره يې ښځې دي، د "غيرت یا ناموس" په نوم وژل شوې دي چې پرضد یې په بېلابېلو ښارونو کې پراخې مظاهرې هم شوې دي.

د دوامداره ټولنیز پرمختګ په نوم د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کارکوونکي ناحکومتي سازمان د روان ۲۰۲۵ز کال د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپل راپور کې ویلي دي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې پر ښځو د تشدد ۳۲،۶۱۷ پېښې ثبت شوې وې.

په هغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ز کال کې په ټول هېواد کې ۵۴۷ ښځې د ناموس په نوم وژل شوې وې چې ورڅخه یې ۱۳۴ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکې وې.

د ۲۰۲۵ز کال د مارچ پر اتمه هم د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د پاکستان په سېنېټ کې په وړاندې کړل شوي يو قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې حکومت دې د ناموس په نوم د وژنو مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړیو برابر حقونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG