د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرفزاز بګټی وايي قبایلي جرګې د چا د وژلو امر نه شي کولی


سرفزاز بګټی وايي قبایلي جرګې د چا د وژلو امر نه شي کولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:38 0:00

د بلوچستان اعلا وزیر میرسرفراز بګټی وايي، حکومت به کله هم جرګو ته د ناموس په نامه د چا د وژلو اجازه ورنه کړي. نوموړي د جولای پر ۲۱مه په کوټه کې خبریالانو ته ویلي، په هغه صوبه کې د ناموس په نوم د یوې مېرمنې او نارینه د وژنې په قضیه کې پولیسو د یو قبایلي سردار شېرباز ساتکزي په ګډون ۱۱ کسان نیولي او په کوټه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې کړې دي. پولیس وايي، د بانو او احسان الله په نوم د وژلو شویو کسانو قبرونه یې پرانیستي او ډاکټرانو یې طبي راپور برابر کړی دی چې له مخې یې دواړه د جون پر څلورمه نېټه په ډزو وژل شوي دي. په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکوونکو کسانو، سیاسي شخصیتونو، مدني ټولنو او رسنیو په بلوچستان کې د خوښې واده کولو په سر د دوو کسانو د وژنې پېښه غندلې ده. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.

XS
SM
MD
LG