نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د افغانستان په خوست ولايت کې د جنورۍ پر اتمه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (يو اېن ډي پي) په مالي ملاتړ د ۴۳ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۱۷ پرمختیايي پروژو کارونه پیل شول.
په خوست کې ۲۸۰ هغه ممتاز زده کوونکي ستايل شوي چې له ښوونځیو په لوړو نمرو فارغ شوي او یا يې راتلونکو ټولګیو ته ارتقا کړې ده. د جنورۍ پر اتمه د شوې دستورې منتظمینو د دې کار موخه زدکړو او درسونو کې لا ډېر زيار ته د ځوانانو هڅول او تشویقول یاد کړل.
د خوست د کرکټ په ملي لوبغالي کې د افغانستان د کرکټ بورډ په چوکاټ کې د وزیر محمد اکبر لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیل شوې دي. د جنورۍ پر پينځمه په پیل شويو دغو سیالیو کې ټولې ۱۲ لوبډلې برخه لري، چې شپږ يې په خوست او شپږ نورې يې په ننګرهار کې په خپلو کې لوبېږي.
هغوی ته نوی کور د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز د خیریه بنسټ په مالي لګښت جوړ شوی دی. د زیانمنې کورنۍ یوازیني پاتې کس نور اسلم مشال راډیو ته وویل، د کور له ویجاړیدو وروسته په خیمه کې اوسېدی او په خپله یې د کور جوړولو وس نه درلود.
د خوست ځوانان د لوبو ميدانونه غواړي
په خوست کې ولایتي لوبډلې د هاکي سږنۍ اتلولي ګټلې ده. د خوست اداري کمپلېکس په سپورټي جېمانزیوم کې د هاکي په سیالیو کې اته ځايي لوبډلو ګډون وکړ. منتظمین وايي، د سیالیو موخه هاکي ته د ځوانانو هڅول او د ورزشکارانو ترمینځ همغږي پیدا کول ول. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
دوی له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې ولایت ټول مسلکي انسټیټیونه د اوس وخت پر ټکنالوژۍ، وسایلو او امکاناتو سمبال کړي. نور حال د نجیب الله الوخېل په راپور کې
په خوست کې د خصوصي ښوونځيو فارغان زدکوونکي له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې ورته دې د کانکور د ازموینې د تیاري پروګرامونه جوړ کړي. دوی د ډېسېمبر پر اتمه له ۱۲م ټولګي د فراغت په غونډه کې وویل، ځوانان باید له نهیلیو ځانونه وساتي، لوړې او مسلکي زده کړې وکړي. ویډیويي رپورټ.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې د سره صلیب نړیوالې کمېټۍ په چوکاټ کې له پاکستان او ایرانه ورستنو شویو کډوالو سره نغدي مرستې کړې دي. د ټولنې کارکوونکو د ډېسېمبر پر درېیمه په لوګر کې ۱،۳۰۰ کورنیو ته مرستې ورکړې. کډوال البته وايي، په هغو پیسو یې اوږدمهاله اړتیاوې نه پوره کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د پکتیا ولایت د زرمتو ولسوالۍ په ۱۵۵ کلیو کې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د پروژوي خدمتونو په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر (يو اېن او پي اېس) په مالي ملاتړ ۱۶۸ بشپړې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په پروژو کې کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، پلونه او د اوبو حوضونه شامل دي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خوست د ورزې په سیمه کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال د سیالیو پایلوبه د دلپوریو الف لوبډلې په بریا پای ته ورسیده. د ټورنامېنټ جوړوونکي د دې سیالیو هدف د ځوانانو یووالی
په افغانستان کې روغتیاپالانو له خلکو غوښتي دي چې د روان واکسیني کیمپېن پر مهال دې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي. ویډيويي رپورټ.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د پکتیا ولایت په ډنډې پټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو تر مینځ د وروستۍ جګړې نه پس، له ۶۰۰ بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.
د خوست وزرې خلک پوخ سړک غواړي
د افغانستان په خوست ولایت کې د زڼغوزیو (جنغوزي، زڼغوځي، ځڼغوزي، جلغوزي هم بلل کېږي) کاروباریان وايي د تېر کال پرتله یې سږ کال حاصلات دوه برابره زیات دي خو د بیو د ټیټوالي له وجې له تاوان سره مخامخ دي. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست اوسېدونکي غوښتنه کوي چې ځوانانو ته دې د ټولنې په چارو کې د فعاله ګډون او د کار او زدکړو شرایط برابر کړل شي. په خوست کې د يوې غونډې پر مهال هغوی زياته کړه چې هلته يوشمېر ځوانانو پوهنتونونه لوستي، خو په حکومتي او ناحکومتي ادارو کې د کار کولو شرایط نه دي ورته برابر شوي. ویډیو رپورټ وګورئ.
په خوست کې د کرکټ د جونییر لیګ دویم پړاو سیالۍ روانې دي. دا ۲۰ اووره سیالۍ چې د نومبر پر اتمه پیل شوې، پکې ۴۰ ځايي لوبډلې برخه اخلي او ۲۰ ورځې به روانې وي. منتظمین وايي، د دې سیالیو موخه د ځوانانو د وړتیاوو ځلول او د باتجربې لوبغاړو په مرسته د هغوی روزل دي. ویډيويي رپورټ وګورئ.
د نومبر پر پينځمه د خوست اوسېدونکو د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلونو کم عمر لرونکو لوبغاړيو اتلولي ولمانځله. په دې اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د خوست په صنعتي پارک کې په لومړي ځل د فابریکو لپاره د ودانیو جوړولو کار پیل شوی دی. د خوست صنعتي پارک ته ۴۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
نور وښیئ