د ملاکنډ ډویژن کاروباري تنظیمونو د مالیو (ټیکسونو) پر ضد کاربندیز کړی چې پرمهال یې مارکیټونه تړل شوي او د ګاډو تګ راتګ هم درېدلی دی.
د سوداګرو ټولنه وايي، د جون پر ۲۵مه په ټول ملاکنډ ډویژن کې بازارونه، کارخانې او هر قسمه سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي او ټرانسپورټرانو هم د کاربندیز د ملاتړ اعلان کړی دی.
د ملاکنډ ډویژن د سوداګرو ټولنې دا کاربندیز وروسته له هغې وکړ چې د پاکستان مرکزي حکومت د نوي کال په مالي بجټ کې اعلان کړی دی چې د ملک د نورو سیمو په شان د ملاکنډ ډویژن سوداګر به هم ۱۰ سلنه سیلز ټیکس ورکوي. خو سوداګر وايي، ملاکنډ ډویژن د پاکستان له جوړېدو ۲۱ کاله وروسته په دې شرط له پاکستان سره شامل شوی وو چې دا سیمه به له ټیکسونو مستثنا وي.
د سوداګرو د ټولنې یو مشر محمد زاده مشال راډیو ته وویل: "موږ د ۱۹۴۷ز کال د اګست د ۱۴مې پاکستانیان نه یو، بلکې موږ د ۱۹۶۹ز کال د جولای د ۲۸مې نېټې پاکستانیان یو. موږ چې په پاکستان کې شاملېدو نو زموږ مشرانو ورسره باقاعده معاهدې کړې وې چې دلته به ټیکسونه نه لګول کېږي. اوس دې حکومت د هغو معاهدو پاسداري وکړي او زموږ په بچو دې ظلمونه نه کوي."
نوموړی وايي حکومت د ملاکنډ ډویژن د پرمختګ لپاره هېڅ کار نه کوي خو د دوی زمرد، نښترې، اوبه او برېښنا ترېنه په کمه بیه وړي او اوس پرې ټیکسونه هم لګوي.
د ملاکنډ ډویژن د تجارانو د ټولنې یو بل مشر عبدالرحیم وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د پاکستان مرکزي حکومت پخوانۍ قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړې او بې له دې چې د ملاکنډ له مشرانو وپوښتي، د ملاکنډ ډویژن ځانګړی حیثیت یې ختم کړ او په دې سیمه کې یې هم ټیکسونه ولګول.
خو بل پلو حکومت دا دریځ لري چې په ملاکنډ ډویژن کې نور هېڅ قسمه ټیکسونه نشته خو سیلز ټیکس په هغو توکیو لګول کېږي چې له نورو هېوادونو د کاروبار لپاره دلته راوړل کېږي.