د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته د دريو ۲۰ اووريزو سياليو په لومړۍ لوبه کې په ۵۳ منډو ماتې ورکړه.
د اکتوبر پر ۲۹مه د هرارې په لوبغالي کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۸۰ منډې وکړې.
په ځواب کې د زېمبابوې ټول لوبغاړي تر ۱۲۷ منډو کولو وروسته په ۱۷م اوور کې وسوځېدل او لوبه يې بايله.
تر دې وروسته به دواړې لوبډلې خپله دويمه ۲۰ اووريزه لوبه د اکتوبر پر ۳۱مه او درېیمه هغه به د نومبر پر دويمه نېټه کوي.