د کورمې او وزيرستان خلکو پر ولسي کورونو "د پوځ د بریدونو" پر ضد احتجاج کړی
د وزيرستان او کورمې خلکو د پېښور پریس کلب مخې ته جلا جلا احتجاجونه کړي دي. دوی وايي د پاکستان پوځ دې یې په سيمو کې ډرون او هاوان بریدونه ودروي. په دې وروستيوو کې د قبايلي ضلعو په بېلابېلو سیمو کې خلکو شکايتونه کړي او تور یې پورې کړی چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د ولسي وګړو کورونه په نښه کوي چې له وجې یې عام خلک وژل کېږي. د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان د وروستي ډرون برید په اړه ويلي چې هغه دوی نه دی کړی. پوځ دا دعوه هم کوي چې د عملياتو په وخت د ولسي وګړيو ژوند ته پام کوي. په دې اړه د وسیم سجاد ويډيو راپور وګورئ.