د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ولسمشر وايي د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی


ډانلډ ټرمپ د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه
ډانلډ ټرمپ د وينا په حال کې - انځور له ارشیفه

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي حاضر دی د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير د کشالې د حل لپاره کار وکړي.

هغه د مې پر لسمه، پر خپلې ټولنیزې رسنۍ، ټروت سوشل، ليکنه کې د پاکستان او هند مشران وستايل چې په اوربند یې موافقه وکړه. نوموړي د هغو هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې ويل: "زه به له تاسو سره کار وکړم چې وګورو تر زر کلونه وروسته، د کشمیر په اړه يو حل راوتلی شي که نه."

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مې پر ۱۱مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ولسمشر ټرمپ د وړاندیز هرکلی کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د کشمير مسله باید د ملګرو ملتونو د پخوانيوو قراردادونو په رڼا کې حل شي. تر اوسه د هند حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې ويلي چې کشمير د دوی د هېواد نه ماتېدونکې برخه ده.

د يادونې ده چې د کشمير يوه برخه، د پاکستان تر ادارې لاندې او بله یې د هند تر ادارې لاندې ده. دواړه هېوادونو د يو بل پر خوا دعوه لري او په دې لړ کې یې څو ځل جنګونه کړي دي. په هندي کشمير کې وسله والې ډلې هم فعالې دي چې د هند پر امنيتي ځواکونو بریدونه کوي. ډېری دا ډلې د ملګرو ملتونو او امريکا لخوا ترهګرې اعلان شوي دي چې د هند په وينا پاکستان یې ملاتړ کوي. پاکستان دغه ډلې د کشمير د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله وال بولی.

د مې پر لسمه، د امريکا په منځګړتوب تر شوي اوربند وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر اېکس خپاره کړي بیان کې وويل چې د هند او پاکستان حکومتونو دا موافقه هم کړې ده چې "په یوه بې‌ طرفه ځای کې به د یو لړ پراخو موضوعاتو په اړه خبرې پیل کړي." خو تر اوسه اسلام اباد او نوي دهلي د هغو خبرو د کولو تاييد نه دی کړی.

د مې پر لسمه، پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په يوه خبرپاڼه او د هند د بهرنيو چارو وزارت سېکریټري (مرستيال وزير) ويکرم ميسري په يوه خبري غونډه کې د "بشپړ اوربند" پخلی وکړ. میسري زیاته کړه چې د پاکستان او هند چارواکو پر ټيليفون خبرې وکړې او سلا شول چې نور به "د ځمکې، هوا او سمندر له لارې پوځي اقدامات او ډزې دروي."

د دواړو هېوادونو چارواکو په دې جنګ کې د بریا دعوه کړې ده. خو د مې پر لسمه، ماښام مهال، د دواړو هېوادونو چارواکوپر يو بل تور پورې کړی چې هغه اوربند یې مات کړی دی. دواړو هېوادونو ويلي چې پوځيانو ډرون بریدونو او پر سرحدي کرښه ډزو ته دوام ورکړی دی. البته د مې پر ۱۱مه، په دواړو عاړو کې د ډزو کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

د وروستي تاوتريخوالي وجه

د اسلام اباد او نوي دهلي ترمنځ تاوتريخوالی تر هغې وروسته زیات شو چې د اپريل پر ۲۲مه، د هند تر ادارې لاندې د کشمير په پهلګام سیمه کې وسله والو ۲۶ ولسي وګړي ووژل او ۱۷ یې ژوبل کړل. د کشمير مقاومت په نوم کمې پېژندل شوې وسله والې ډلې د هغه برید زمه واري منلې وه.

هند تور پورې کړ چې هغه برید په پاکستان کې پلان شوی خو اسلام اباد دا تور رد کړ. تر دې وروسته هند د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير، او د پنجاب صوبې په مریدکې او بهاوالپور د ميزايلو حملې وکړي او اعلان یې وکړ چې ګڼ وسله وال یې وژلي دي. پاکستان دعوه وکړه چې په هغه برید کې ولسي وګړي وژل شوي. خو په کشمير کې جنګېدونکې یوې وسله والې ډلې، "جیش محمد" په يوه خبرپاڼه کې منلې وه چې د هند په هغو حملو کې یې د مشر، مولانا مسعود اظهر۱۰ خپلوان او څلور نېږدې ملګري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دعوه وکړه چې په ځوابي بریدونو کې یې پينځه هندۍ جیټ الوتکې او ار ۷۰ زیاتې ډرون ویشتلې دي، خو هند دا رد کړې ده. د هند د "سیندور" په نوم عملياتو مشري، د هندي پوځ دوو ښځو افسرانو (کرنل صوفيې قریشي او وينګ کمانډرې ويوميکا سينګ) کوله.

پاکستان ويلي چې هند د مې پر نهمه، د پاکستاني پوځ مرکزونه په نښه کړل چې په ځواب کې یې پاکستان د بنیان المرصوص په نوم عمليات پيل کړل او د هند د ګڼو پوځي ځایونو د ویشتلو تر څنګ یې د هندي پوځ د مرګژوبلې اړولو دعوه یې وکړه. خو هندي چارواکي وايي چې په هغو حملو کې ولسي وګړي زیانمن شوي دي. په ازاد او کره ډول د دواړه غاړو تصديق نه شي کېدلی.

XS
SM
MD
LG