د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې هند او پاکستان د مې پر ۱۰مه "د بشپړ او سمدستي اوربند" هوکړه کړې ده.
نوموړي نن (د مې پر ۱۰مه) پر رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) ليکلي چې دا اعلان د امريکا په مينځګړيتوب د "اوږدې شپې تر خبرو اترو" وروسته کوي: "زه خوښ یم چې اعلان وکړم چې هند او پاکستان د یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړه کړې ده. دواړو هېوادونو ته مبارکي وایم چې له عقل او هوښیارۍ څخه يې کار واخیست.
ټرمپ له پاکستان او هند څخه مننه کړې چې "دې مهمې موضوع ته يې پام وکړ."
د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د ټرمپ تر بيان وروسته پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې پاکستان او هند پر "سمدستي اوربند" موافقه کړې ده.
نوموړي د مې پر ۱۰مه په يو بيان کې وويل چې د اوربند موافقه يې نن مازیګر د پاکستان پر وخت څلور نيمې او د هند پر پينځه بجې وکړه.
بلخوا د هند د بهرنيو چارو وزارت سېکرټر ويکرم ميسري هم د "بشپړ اوربند" پخلی کړی او رسنيو ته يې په وينا کې ويلي دي چې دواړو خواوو تر خبرو اترو وروسته موافقه وکړه چې نور به "د ځمکې، هوا او سمندر له لارې پوځي اقدامات او ډزې دروي."
تر اوربند وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي دي چې د هند او پاکستان حکومتونو دا موافقه هم کړې ده چې "په یوه بې طرفه ځای کې به د یو لړ پراخو موضوعاتو په اړه خبرې پیل کړي."
روبیو پر اېکس (پخواني ټویټر) په خپاره کړي بيان کې ویلي دي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس او دی له تېرو ۴۸ ساعتونو څخه د هند او پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره په تماس کې ول.
دا تر هغه وروسته ده چې پاکستان وويل چې د مې پر ۱۰مه يې د هند پر ضد د "بُنیان المرصوص" يا "پياوړي جوړښت" په نوم پوځي عملیات وکړل.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو زياته کړه چې دا اقدام يې تر هغه وروسته وکړ چې هند د مې پر ۱۰مه سهار وختي د دوی پر درو هوايي اډو د میزایلو بریدونه وکړل.
بلخوا هند هم منلې وه چې پاکستان يې پر خاوره بريدونه کړي دي. د هند دفاع وزارت د مې پر ۱۰مه وويل چې پاکستان د ډرون او نورو بريدونو په وسيله د هند پر بېلا بېلو سيمو بريدونو ته دوام ورکړی دوو، خو په وينا يې چې ګڼ ډرونونه يې نسکور کړي ول.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو (د امريکا پر وخت د مې پر نهمه شپې مهال او د پاکستان پر وخت د مې پر ۱۰مه سهار) د پاکستان پوځ له مشر جنرال عاصم منير او د دغه هېواد له مرستيال وزيراعظم او د بهرنيو چارو له وزير اسحاق ډار سره ټېلېفوني خبرې وکړې او پر پاکستان او هند يې د کړکېچ راکمولو غږ وکړ.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه په دوو جلا، جلا بيانونو کې د روبيو له خولې وويل چې هند او پاکستان بايد د "مستقيمو اړيکو" خوا ته بېرته راوګرځي.
روبيو زياته کړې وه، امريکا چمتو ده چې د "رغوونکو خبرو اترو د پیل لپاره مرسته وکړي"، چې دا ډول د "راتلونکو شخړو مخنيوی" وشي.
بلخوا روبيو له خپل هندي سيال اېس جېشنکر سره هم ټېلېفوني خبرې وکړې او له هغه يې هم د کړکېچ راکمولو غوښتنه وکړه.
تر دې وړاندې، جېشنکر د مې پر اتمه په نوي دلي کې له خپل ايراني سيال سره د خبرو پر مهال ويلي ول، که پاکستان پر هند انتقامي بريد وکړ نو "سخت" ځواب به ورکړي.
خو، د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس د مې پر اتمه له امريکايي ټېلېويژن فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال ويلي ول چې امریکا به هڅه وکړي چې د هند او پاکستان ترمينځ د شخړې شدت راکم کړي، خو نه شي کولای له دواړو خواوو وغواړي چې "وسلې پر ځمکه کښېږدي."
وېنس په مرکه کې زياته کړې وه: "هغه څه چې موږ یې کولای شو دا دي چې هڅه وکړو دغه خلک لږ څه ارام شي، خو موږ به د یوه داسې جنګ مينځ ته نه داخلېږو چې په بنسټیز ډول زموږ کار نه دی، او د امریکا له توان څخه بهر دی چې کنټرول یې کړي."
د هند او پاکستان ترمینځ تازه نښته تر هغه یوازې څو ساعته وروسته پیل شوه چې د سعودي عرب د بهرنیو چارو رياستي وزیر عادل الجبير د هند تر سفر وروسته پاکستانه ته ستون شو.
الجبیر د مې پر نهمه ناوخته اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې له وزیراعظم شهباز شریف او نورو پاکستانيو چارواکو سره کتلي ول.
بلخوا د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف د مې پر ۱۰مه وويل چې که له هند سره "ستونزه نوره هم پراخه" شي نو دوی (پاکستان) د بلې کچې لپاره چمتو دي.
هغه زياته کړې وه، په تېرو دوو، درو ورځو کې هند یقیناً د "سولې" په اړه خبرې کړې دي خو خپل "یرغل" ته یې هم دوام ورکړی دی.
پر پاکستان د هند ميزايلي بريدونه
دا تر هغه وروسته ده چې د هند دفاع وزارت دعوه کړې وه چې پوځ يې د مې پر اوومه سهار وختي په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د "ترهګرو پر اډو بریدونه وکړل، له کوم ځایه چې د هند پر ضد بریدونه پلان او تنظیمېدل".
وزارت زياته کړې وه چې پر نهو ځايونو يې هغو پوځي عملياتو ته د "سيندور" نوم ورکړی وو.
د هند دفاع وزارت تر بريدونو وروسته په خپره کړې اعلاميه کې ويلي ول: "زموږ اقدامونه متمرکز، حساب شوي او د شخړې د پراخېدو په نيت نه دي. د پاکستان هېڅ پوځي مرکز هدف نه دی ګرځول شوی. هند د هدفونو د ټاکلو او د عملیاتو د اجرا په طریقه کې زیات احتیاط کړی دی."
بلخوا د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شریف چودري د مې پر اوومه په راولپېنډۍ کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال ويلي ول چې هند د پاکستان په بېلا بېلو سيمو کې شپږ ځايونه په نخښه کړي دي. چودري زياته کړې وه چې په هغو بريدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي او ۵۷ ژوبل شوي ول، چې په وينا يې ټول ولسي وګړي دي.
د پاکستاني چارواکو په وينا، د مې پر اوومه هند د پاکستان تر واک لاندې کشمير په مظفر اباد او کوټلي او د پنجاب په مريدکې، سيالکوټ، شکرګړ او د بهاولپور په احمد پور شرقيه کې کړې دي. بهاولپور او مريدکې هغه سيمې ګڼل کېږي چيرته چې تر بنديز لاندې ډلو "جيش محمد" او "لشکر طيبه" مرکزونه دي.
د تازه جګړې لامل
د هند او پاکستان ترمينځ دا جګړه د ۲۰ کلونو راهیسې تر ټولو سخته بلل شوې او د هند تر واک لاندې د کشمیر په پهلګام سيمه کې د اپرېل پر ۲۲مه تر خونړي برید وروسته رامينځ ته شوې ده.
هند هغه پېښه یو "ترهګر برید" بللی وو او پر پاکستان یې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کړی وو.
اسلام اباد تر پېښې وروسته د ۲۵ هنديو او یو نیپالي سیلاني پر وژنه او د ۱۷ کسانو پر ژوبلېدو "اندېښنه" وښوده، په حمله کې یې د ککړتیا تور رد کړ، له نوي دلي یې د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره شواهد وغوښتل او څو ورځې وروسته یې د پېښې د "بې طرفه پلټنو" غوښتنه وکړه.
د کشمیر مقاومت، چې د مقاومت جبهه هم بلل کېږي، په نوم یوې کمې پېژندل شوې ډلې د هغې حملې ذمه واري منلې وه.
د پاکستان او هند پر کړکېچ شننه
د هند تر واک لاندې کشمير کې پر سيلانيانو او د هغه په غبرګون کې پر پاکستان د هند تر بريدونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمينځ کړکېچ خورا زيات شوی دی.
په امريکا کې څېړونکی او د نړيوالو اړيکو ښوونکی حسن عباس وايي چې که يو خوا په پهلګام کې تر بريد وروسته د پاکستان بيان "غير مسولانه" وو، نو بلخوا د هند له خوا د باورې شواهدو پرته پر پاکستان تور پورې کول هم یوازې "بې باوري" او د شخړې د پراخېدو "خطر" زیاتوي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "موږ ته اوس یو بل ډول زړورتیا په کار ده، هغه دا چې د همکارۍ تصور ولري، نه د تقابل. داسې سیمه، چې له بېوزلۍ او د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخامخ ده، جګړه نه شي زغملای."
په امريکا کې د پاکستان پخوانی سفير حسين حقاني، چې دا مهال د امريکا د يو معتبر څېړنيز مرکز مخکښ غړی دی، وايي چې د هند او پاکستان کورني سیاستونه دا ایجابوي چې مشران يې "ملتپاله دریځ" ونیسي.
نوموړي مشال راډيو ته وويل: "په دې وضعیت کې د هند لپاره یواځینۍ عاقلانه لاره دا ده چې یو برید وښيي او پاکستان داسې ځواب ورکړي چې وضعیت لا زیات خراب نه شي."
خو نوموړي په عين حال کې خبرداری ورکړ: "که یوه خوا برید وکړي، بله ځواب ورکړي، او دا لړۍ دوام ومومي، نو ممکن له کنټروله ووځي."
هغه زیاته کړه چې که څه هم اوس د دواړو هېوادونو خلک خوشحاله ښکاري، خو د جګړې په پایله کې به همدغه خلک زیان وويني، ځکه چې د دواړو هېوادونو اقتصاد به سخت زیانمن شي.
ليکوال او د کراچۍ په وفاقي اردو پوهنتون کې د ژورناليزم د څانګې پخوانی مشر توصيف احمد خان وايي چې د هند او پاکستان ترمينځ کړکېچونه "مصنوعي وطنپالنه" پاروي.
نوموړي مشال راډيو ته وویل: "د دې سیمې ۱.۵ مېلیارده (اربه) خلک، چې ډېری یې په غربت کې ژوند کوي، د دې شخړې اصلي قربانیان دي."
توصيف خان همداراز ادعا وکړه چې د هندي وزيراعظم نريندرا مودي بهارتيا جنتا ګوند غواړي چې "سېکولر" هند په یو "هندو" رياست بدل کړي، او په عین وخت کې، د پاکستان رسنۍ د "عميق رياست" (پوځي اسټېبليشمېنټ) له خوا د "غیر جمهوري" روایتونو د خپرولو لپاره کارول شوې دي.
نوموړي زياته کړه: "د هند رسنۍ د وزیر اعظم نریندرا مودي د 'هندوتوا' نظریې تر اغېز لاندې دي او د پاکستان رسنۍ بيا د "عميق رياست" تر سخت کنټرول لاندې دي."
د هغه په وينا "نور د عقل لپاره ځای نه دی پاتې."