د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټرالیا لوبډلې د کرکټ اېشيز لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړې


اسټرالیايي لوبغاړي د انګلستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د ډېسېمبر اوومې انځور.
اسټرالیايي لوبغاړي د انګلستاني بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د ډېسېمبر اوومې انځور.

اسټرالیا د ټېسټ کرکټ د اېشیز په نوم لوبلړۍ په دویمه لوبه کې انګلستان ته په اتو وېکټونو ماتې ورکړې ده.

د ډېسېمبر پر څلورمه د اسټرالیا په بريزبین کې پیل شوې دا لوبه په څلورمه ورځ په داسې حال کې پای ته ورسېده چې اسټرالیا د انګلستان له خوا ورکړل شوی د ۶۵ منډو هدف د ۲ لوبغاړو په سر پوره کړ.

په دې لوبه کې انګلستان په خپل لومړي اننګز کې ۳۳۴ او په دویمه هغه کې یې ۲۴۱ منډې کړې وې.

اسټرالیا بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۱ او په دویمه هغه کې يې یوازې ورته ټاکل شوی د ۶۵ منډو هدف ترلاسه کړ او د ۵ ټېسټ د لوبلړۍ دویمه لوبه یې هم وګټله.

XS
SM
MD
LG