د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه وايي د کورسک سوجا ښارګوټي کنټرول یې بیا ترلاسه کړی دی

تازه شو

په سوجا ښارګوټي کې يو اوکراينی عسکر ګزمه کوي ـ پخوانی انځور
په سوجا ښارګوټي کې يو اوکراينی عسکر ګزمه کوي ـ پخوانی انځور

روسیې ویلي چې د هغه هېواد په کورسک سیمه کې یې د سوجا سرحدي ښارګوټي بشپړ کنټرول بیا ترلاسه کړی دی.

فرانس پرېس او د جرمني خبري اژانسونو د مارچ پر ۱۳مه خبر ورکړی چې اوکراینيو ځواکونو دا ښارګوټی د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې نیولی وو.

له جګړې وړاندې د سوجا نفوس شاوخوا ۵،۰۰۰ وو چې تېر کال د کییف له خوا د روسیې لورې ته تر بریدونو پیلولو وروسته په نیول شویو سیمو کې ترټولو زیات نفوس لرونکی ښارګوټی وو.

د روسیې دفاع وزارت د مارچ پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي چې سوجا یې پر پوله له دوو نورو سیمو سره "ازاد" کړی دی.

اوکراین تراوسه د روسیې د دې ادعاوو په اړه څه نه دې ویلي.

روسيې تر هغه وروسته د سوجا ښارګوټي د نيولو خبر ورکړی چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر روسیې ټینګار وکړ چې پر ۳۰ ورځني اوربند سلا شي او خبرداری يې ورکړ چې که دا وړانديز رد کړي نو واشنګټن به ورباندې لا زیات بندیزونه ولګوي.

ټرمپ دا څرګندونې د مارچ پر ۱۲مه تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې اوکرایني استازي په سعودي عرب کې د امریکايي ادارې له چارواکو سره په نهه ساعته خبرو کې پر لنډمهالي اوربند موافق شول.

XS
SM
MD
LG