د لاسرسي ځای

تازه خبر

بيجنګ له مسکو او تهران سره د ایران د "اټومي مسلې" په اړه غونډه کوي


په ايران کې په يو ټېلېويژني پروګرام کې د هغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د سنټريفيوجز انځورونه ښکاري ـ انځور له ارشيفه
په ايران کې په يو ټېلېويژني پروګرام کې د هغه هېواد د اټومي پروګرام په اړه د سنټريفيوجز انځورونه ښکاري ـ انځور له ارشيفه

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چارواکي یې د مارچ پر ۱۴مه په بیجنګ کې له روسیې او ایران سره د تهران د "اټومي مسلې" په اړه غونډه کوي.

وزارت وایي، په غونډه کې د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو مرستيال وزيران برخه اخلي.

د ایران او روسیې ترمينځ اړیکې په ۲۰۲۲ز کال کې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ژورې شوې دي او د روان ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې یې د ستراتیژیکو همکاریو تړون هم لاسلیک کړی دی. هغه دواړه هېوادونه له چین سره هم ښه تعلقات لري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماو نېنګ د مارچ پر ۱۲مه یوې خبري غونډې ته وویل چې د چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ما ژاوشو د هغې غونډې مشري کوي.

د چين غونډه د مارچ پر ۱۴مه په نیو یارک کې تر تړلو دروازو شا ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر هغې غونډې وروسته ترسره کېږي چې پکې د ایران له خوا د اورانیيمو د زېرمو پراخولو او د وسلو جوړولو درجې ته یې د غني کولو په اړه خبرې کېږي.

روسیې تېره اونۍ وویل چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سېرګې ریابکوف د ایران د اټومي پروګرام د مسلې د هواري لپاره په مسکو کې د ایران له سفیر کاظم جلالي سره د نړیوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې راپورونه وايي روسیه رضا شوې چې له ایران سره د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ادارې په اړیکه ټینګولو کې مرسته وکړي.

تهران له اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو جوړول ردوي خو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې خبرداری ورکړی چې تهران د اورانیيمو غني کول "په ډراماټیک ډول" تر ۶۰ فیصده خالصیت پورې ګړندي کوي، چې د وسلو د درجې کچې ته نېږدې دي.

XS
SM
MD
LG