د خیبر پښتونخوا د کواټ ضلعې په دره ادم خېل سیمه کې درې تنه له تښتولو وروسته وژل شوي دي.
د سیمې پولیسو د اپرېل پر اوومه، په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې درې واړه کسان لومړی د اپرېل پر اوومه تښتول شوي او بیا یې مړي په یوه دښته کې غورځول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوي کسان د دره ادم خیلو اوسېدونکي ول او د درج شوي رپورټ ترمخه د شوکې او قتل په پېښه کې ککړ ول.
خبرپاڼه زیاتوي، "پر دوی تور وو چې پينځه ورځې وړاندې یې یو ځوان د غلا پر وخت د نښتې پر مهال وژلی وو."
د پېښې مقدمه د سیمې پر دریو کسانو لیکل شوې خو تراوسه پولیسو څوک نه دي نیولي.
په دې ورستیو کې د کواټ په ګډون د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی چې پکې امنیتي او ولسي خلک په نښه کیږي.