له هنګري (مجارستان) پرته د ټولې اروپا مشرانو په داسې حال کې د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ملاتړ څرګند کړی دی چې اوکراین او امریکا له روسیې سره د جګړې پای ته پر رسولو د نورو خبرو اترو موافقه کړې ده.
زېلېنسکي د مارچ پر شپږمه په برسلز کې سرمشریزې ته په وینا کې پر اروپايي مشرانو غږ وکړ چې پر کرېملېن فشار راوړي چې د باور جوړونې او د درې کلنې جګړې ختمولو لپاره په خبرو کې د پرمختګ په موخه دې پر اوکراین هوايي او د سمندرګي له لارې حملې ودروي.
هغه تر غونډې وروسته پر ټولنیزو شبکو په بیان کې وویل چې راتلونکې اونۍ سعودي عرب ته ځي او بیا به یې "کاري ډله له امریکايي شریکانو سره د کار کولو لپاره په سعودي عرب کې پاتې" شي.
د منځني ختیځ لپاره د سپینې ماڼۍ استازي سټیو وېټکوف هم تایید کړې چې امریکايي حکومت په سعودي عرب کې له اوکراینیو استازو سره د غونډې پلان لري. هغه خبریالانو ته وویل چې د همغږۍ هڅې لا هم روانې دي او خبرې ښايي په ریاض یا جده کې وشي.
په تېرو ورځو کې په پاریس او لندن کې په بحراني وضعیت کې تر غونډو وروسته د مارچ شپږمې سرمشریزې په داسې حال کې د دفاعي لګښتونو پر زیاتولو تمرکز وکړ چې امریکا له اوکراین سره مرستې ځنډولي او اشاره یې ورکړې چې اروپا باید د خپل امنیت په برخه کې لوی رول ولوبوي.