په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ پر ۱۰مه د افغانستان په اړه بحث وکړي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي او سوله يیزو چارو دفتر د مارچ پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، دا غونډه د ډنمارک په نوښت، چې د امنیت شورا نوبتي مشري کوي، جوړېږي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموریت (یوناما) مشره روزا اوتنبایېوا به هم پکې حاضره وي.
د دې غونډې د اجنډا په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو بشري حقونه او په تېره د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونه او همداراز د خلکو اقتصادي ستونزې هغه مسایل دي چې په تېرو څه کم څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا د بحثونو اجنډاوې جوړوي.
په ورته حال کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې یوناما د افغانستان په خپلو راپورونو کې حقایق نه وړاندې کوي او کوچني موضوعات لویوي.