د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي ښايي د پولیو د مخنيوي هڅې وځنډوي


د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیو واکسینو ډله - انځور له ارشیفه
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیو واکسینو ډله - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا لخوا د مرستو ځنډول به د پولیو د مخنیوي هڅې بېرته وځنډوي.

رویټرز خبري اژانس د مارچ پر درېيمه، د یادې ادارې د پولیو د مخنیوي ادارې د ختیزې مدیتراني سیمې لپاره مشر حامد جعفري له خولې ويلي چې په افغانستان او پاکستان کې پوليو وايرس مخ په خپرېدو دی او د مخنیوي لپاره یې د فنډ له کمي سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، تمه وه چې د دوی اداره به له امریکا څخه ۱۳۳ مېلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړي، خو هغه کار لا نه دی شوی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه، خپل هېواد د ملګرو ملتونو د روغتيا له نړیوال سازمان څخه وایست. نوموړي وويل چې امريکا دغه سازمان ته تر بل هر غړي هېواد ډېر فنډ ورکوي چې مناسبه نه ده نو ځکه پرې پیسې بندوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د نړیوالو مرستو ادارې (يونيسېف) او ګېټس فاونډیشن په مرسته د پولیو د ختمولو لپاره کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ګوزڼ د مخنیوي ادارې ويلي چې روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی. تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

بلخوا په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول.

XS
SM
MD
LG