د اتلانو جام په کرکټ سیالۍ کې جنوبي افریقا انګلستان ته په اووه وکټو ماتې ورکړه او سيمې فاينل ته يې لار پيدا کړه.
د کراچۍ په ملي لوبغالي کې نن (د مارچ په لومړۍ) په سیالۍ کې انګلېنډ لومړی بيټنګ وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې يوازی ۱۷۹ رنزونه جوړ کړل.
په ځواب کې جنوبي افریقا هدف يوازی په ۳۰ م اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سیمې فاینل ته یې لار پیدا کړه.
له ګروپ اې څخه نيوزيلېنډ، هند او له ګروپ بي څخه اسټراليا او جنوبي افرېقه سيمې فاينل ته لاړل. د اتلانو جام د سيمي فاينل مېچونه به د مارچ په څلورمه او پينځمه او فاینل به پې د مارچ پر نهمه کېږي.