د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ډمه ډوله کې وسلوالو یو پولیس وژلی دی.
د ضلعې د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال رېډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې وسلوالو د فبرورۍ پر ۱۹مه غرمه مهال د واړه ماموندو تحصیل په ډمه ډوله کې یو پولیس وویشت چې پر هم هغه ځای مړ شو.
د ویاند په وینا، وژل شوی سرتېری د پولیو یا ګوزڼ د واکسيني ډلې ساتنه کوله. د هغه جنازه د فبرورۍ پر ۱۹مه د باجوړ په پولیس لاینز کې شوې ده.
پر سرتېري د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې، خو پولیس وايي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.