د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمن چارواکي وايي، افغان کډوال پر خلکو د موټر خېزولو جرم منلی دی


د جرمني د میونېخ ښار څارنوالۍ اعلان کړی چې د ښار په وروستۍ حمله کې تورن کس، چې یو افغان کډوال دی، د پلټنو پر مهال منلې چې قصداً یې خپل موټر پر خلکو وروستی دی.

د میونېخ د ترهګرۍ ضد مرکزي څارنوالۍ مشرې، ګابریل تیلمن، د فبرورۍ پر ۱۴مه وویل، "د هغو شواهدو پر بنسټ چې تر اوسه مو ترلاسه کړي، ویلی شم چې دا برید د اسلامي انګېزې له مخې ترسره شوی."

تیلمن زیاته کړه چې د پولیسو مامورینو شهادت ورکړی تورن، چې فرهاد نوري نومیږي، د برید پر مهال د "الله اکبر" شعار پورته کړی و، خو دا یې هم وویل چې تر اوسه داسې شواهد نشته چې نوموړی له کومې ترهګرې شبکې سره تړاو لري.

د جرمني په میونېخ کې د فبرورۍ پر ۱۳مه ياد تن پر لارویانو موټر وروخېژلو چې پکې د یوې دوه کلنې ماشومې په ګډون لږ تر لږه ۳۶ کسان ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG