د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس د جرمني په میونېخ کې امنيتي کنفرنس ته د خپلې وينا د لارې خبر داری ور کړ چې په ټوله اروپا کې د بیان ازادي "د شاتګ په حالت کې" ښکاري.
د ده په خبره "غیر ارزول شوي" کډوالي هم د دې براعظم لپاره د یو جدي ګواښ عکاسي کوي. "
نوموړي د فېبرورۍ پر ۱۴ مه د ميونېخ په امنيتي کنفرنس کې خپلو اروپايې متحدانو ته په وينا کې وویل، ((د یورپ په وړاندې کوم خطر چې زه ډېر اندېښمن کړی یم هغه روس نه دی، چین نه دی،کوم بل بهرنی قوت نه دی، هغه څه چې زه یې په اړه اندېښمن یم داخلي خطر دی، د یورپ له خپلو ځینو بنیادي ارزښتونو په شا کېدل دي."
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده مرستيال دواړه په اروپا کې د بیان د ازادۍ پر محدودیتونو په کلکه نيوکې کوي.
دوی په ځانګړي توګه پر هغو ګامونو نيوکې کوي چې اروپايې اتحادې د ټولنيزو رسنيو په اړه پورته کړي او وايي چې هدف يې د کرکې موادو او غلطو معلوماتو مخه نيول دي.