د خیبر د باړې سیاسي اتحاد د یوشمېر قومي مشرانو او فعالانو پر ضد د پولیسو مقدمې دایرول غندلي دي.
د باړې سیاسي اتحاد مشر شيرين اپرېدي د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر نهمه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير، د خیبر ولسي مشر او د پښتون قامي جرګې غړي ملک نصیر کوکيخېل او د نورو فعالانو د خوشې کولو او په سیمه کې د امنیت ډ ټینګښت لپاره مظاهره کړې وه.
د هغه په وينا، د دې پر ځای چې حکومت یې غوښتنې ومني، پولیسو یې د ملګرو پر ضد مقدمې جوړې کړې دي.
د خیبر پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې منلې چې د ۱۹ کسانو پر ضد یې په جلسه کې د امنيتي ځواکونو پر ضد د ویناګانو او د ریاست پر ضد د خلکو د پارولو کوښښ په تورونو مقدمې دایرې کړې دي.
خو د فبرورۍ پر ۱۲مه د خیبر وکيلانو د پولیسو دا اقدام غیرقانوني وباله او له عدالتي چارو یې پرېکون (بایکاټ) وکړ.