د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرچینې وايي، ازبکستان هغه هلیکوپټرې امریکا ته سپارلې چې افغان پيلوټانو ور وستې وې


په کندهار کې د ولاړ د بلېک هاک په نامه هیلي کاپټرې. (انځور: ارشیف)
په کندهار کې د ولاړ د بلېک هاک په نامه هیلي کاپټرې. (انځور: ارشیف)

د امریکا سفارتي سرچینو ویلي دي چې ازبکستان هغه اووه بلیک هاک هلیکوپټرې امریکا ته سپارلې دي چې افغان پيلوټانو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو پر وخت وړې وې.

طالبانو په وار وار غوښتي چې دا هیليکوپټرې بېرته افغانستان ته وسپارل شي. اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو غوښتي چې امریکایي وسلې واشنګټن ته وسپاري.

په تاشکند کې د امریکا د سفارت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس اژانس ته ویلي چې، "موږ دا اووه هلیکوپټرې ترلاسه کړې دي."

د راپورونو په اساس د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په واکمنېدو سره افغان پیلوټانو څه باندې ۴۵ الوتکې ازبکستان ته وړې وې.

امریکا ته د اوه هیليکوپترو د سپارلو په ارتباط د ازبکستان چارواکو يا طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG