د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ښځو بې پولې کرکټ لوبډلې افغان ښځينه لوبډلې ته په ۷ وېکټو ماتې ورکړه


د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبغاړې د جنورۍ پر ۲۹مه په مېلبورن کې لوبې ته چمتووالی نيسي.
د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبغاړې د جنورۍ پر ۲۹مه په مېلبورن کې لوبې ته چمتووالی نيسي.

د ۲۰ اووره کرکټ په يوې دوستانه سيالۍ کې د ښځو بې پولې لوبډلې افغان ښځينه لوبډلې ته په اووه وېکټو ماتې ورکړې ده.

د جنورۍ پر ۲۹مه د اسټراليا د مېلبورن ښار په جنکشن اوول کې شوې هغې سيالۍ کې د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په زيان ۱۰۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د بې پولې ښځینه کرکټ لوبډلې په ۲۰م اوور کې د دریو لوبغاړو په زيان هدف بشپړ کړ او لوبه يې وګټله.

د افغان کډوالو ښځینه کرکټ لوبغاړې تر درې کلنې جلاوطنۍ وروسته د دې ۲۰ اووره لوبې لپاره یوځای شوې وې.

پر دې مهال د افغانستان د کرکټ ښځینه لوبډلې مشرې ناهیدې څپان وویل چې دا يې پیل دی او هیله لري چې په راتلونکي کې د افغانستان ملي بیرغ د افغانستان د کرکټ د نارینوو د ملي لوبډلې په څیر وځلوي.

د افغانستان د ښځو د کرکټ جلاوطنه لوبډلې له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې افغان ښځو ته د زده کړو او ورزش کولو اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG