د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې ځينو معذورانو ته مصنوعي غړي لګول شوي دي


په خيبر کې ځینو معذورانو ته د بدن مصنوعي غړي لګول شوي او ځینو ته ګرځنده څوکۍ ورکړل شوي. پخوانی انځور
په خيبر کې ځینو معذورانو ته د بدن مصنوعي غړي لګول شوي او ځینو ته ګرځنده څوکۍ ورکړل شوي. پخوانی انځور

د خيبر پښتونخوا د خیبر ضلعې د ټولنیزې خیر ښېګړې صوبايي ادارې د جنورۍ پر ۲۹مه د جمرود په جرګه هال کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټۍ ( ای سي ار سي) په مرسته د ۲۸۹ معذورانو معاینه کړې ده.

پر دې مهال ځینو معذورانو ته د بدن مصنوعي غړي لګول شوي او ځینو ته ګرځنده څوکۍ (سایکلونه) ورکړل شوې دي.

د هغې ضلعې د معذورانو د ټولنې مشر همدرد اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د دوی ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه، لکه څنکه چې په پنجاب صوبه کې معذورانو ته میاشتنۍ مرستې ورکول کېږي، د خیبر پښتونخوا حکومت دې همدغسې مرستې له دوی سره هم وکړي. "د تعلیم یافته معذورانو لپاره دې حکومت په نوکریو کې برخه وټاکي او بې تعلیمو ته دې د کسب زده کولو بندوبست وکړي."

دوی غوښتنه وکړه چې د "همت کارډ" په نوم دې معذورانو ته ځانګړي کارډونه ورکړل شي.

د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو جوړولو ادارې (نادرا) د معلوماتو تر مخې په خیبر ضلع کې شاوخوا ۱۲،۰۰۰ کسانو ته د معذورۍ ځانګړي شناختي کارډونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG