د هند په یوه مذهبي مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دا مرګژوبله د جنورۍ پر ۲۹مه د "کومب" مېلې په نوم په هغو مراسمو کې رامينځ ته شوې ده چې د جنورۍ له ۱۳مې دوام لري.
په هند کې د مذهبي جشنونو پرمهال ډېر کله د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مرګژوبله پېښېږي او له دې مخکې د کومب مېلې په مراسمو کې هم ورته پېښې شوې دي.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې د هند په شمالي ایالت اترپردېش کې د مذهبي مراسمو پر مهال په ټېل ماټېل کې شاوخوا ۱۲۰ تنه وژل شوي ول.
کومب مېله چې د نړۍ پر کچ له تر ټولو لويو غونډو يوه بلل کېږي، د فبرورۍ تر ۲۶مې پورې به روانه وي. مېله په پرایاګراج کې په هغه ځای کې کېږي چې پکې د هندوانو ګنګا، جمنا او افسانوي سرسوتي سیندونه یوځای کېږي.
چارواکي اټکل کوي چې په مېله کې به شاوخوا ۴۰۰ مېلیونه کسان ګډون وکړي. د دې مراسمو په دوام به نن (د جنورۍ پر ۲۹مه) شاوخوا ۱۰۰ کسان په ګنګا او جمنا سیندونو کې د "سپېڅلي غسل" مراسم پرځای کړي.