د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي کراچۍ کې یې د پي ټي اېم د یو غړي مړی موندلی دی


د پي ټي اېم غړي په کراچۍ کې د اېدي بنسټ په مرده خانه کې د نور الرحمان درامنخېل تابوت ته ولاړ دي - د جنورۍ ۲۶مې انځور.
د پي ټي اېم غړي په کراچۍ کې د اېدي بنسټ په مرده خانه کې د نور الرحمان درامنخېل تابوت ته ولاړ دي - د جنورۍ ۲۶مې انځور.

پولیس وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو غړی په کراچۍ کې وژل شوی دی.

د کراچۍ د اتحاد ټاون تاڼېدار ریاض سولنګي مشال راډیو ته وویل چې د نور الرحمان درامنخېل مړی د جنورۍ پر ۲۶مه سهار مهال د سیمې په یو میدان کې موندل شوی دی.

دی وايي، هغه د جنورۍ پر ۲۵مه شپې مهال له یو چا سره له کوره وتلی وو. سولنګي وايي، درامنخېل په چړو وهل شوی دی.

د پي ټي اېم د کراچۍ یو مشر هدایت الله پښتین مشال راډیو ته وویل چې نور الرحمان درامنخېل یې د غورځنګ ((کلک)) ملګری وو او حکومت دې یې د وژنې پلټنې وکړي.

پي ټي اېم وايي چې نوموړی د جنوبي وزیرستان د بروند سیمې اوسېدونکی وو چې څو کاله مخکې د مزدورۍ لپاره کراچۍ ته تللی وو او هلته یې ګاډی چلاوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه چا او ولې وژلی دی خو پولیس زیاتوي چې پلټنې یې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG