د بلوچستان په خضدار کې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او اووه زخمیان دي.
د خضدار ډېپټي کمېشنر یاسر دشتي یو بیان کې ویلي چې د مساپرو یو بس د جنورۍ پر ۲۶مه له خضداره د پنجاب راولپېنډۍ ته روان وو چې په لاره کې د چاودنې ښکار شو.
بیان زیاته کړې چې بارود په یو الټو موټر کې ایښي ول چې د بس تېرېدو پر مهال وچاودېدل.
د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.