د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وايي چې نېږدې څلور کاله کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو له ۱۲ کلونو پورته افغان نجونې ښوونځیو ته له تلو منع کړي دي.
يوناما د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو مېلیونونو افغان نجونو په اړه "ژوره خواشیني او اندېښنه" څرګنده کړې چې لاهم د تعلیم له اساسي حق څخه محرومې دي.
د جنورۍ پر ۲۴ مه په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبايېوا په حواله ویل شوي چې دا یو "ناورین او غمیزه" ده چې په مېلیونونه افغان نجونې د تعلیم له حق څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چیرته چې ښځې او نجونې په ښکاره ډول د زده کړې له ټولو کچو څخه منع دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې واک ته تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته افغان نجونې له ښوونځیو منع کړې.
د ۲۰۲۲ز کال په وروستیو کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د افغان نجونو پر مخ وتړلې، او د ۲۰۲۴ز کال په وروستیو کې یې افغان نجونې د طبي زده کړو ادارو ته له تلو منع کړې.