د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونيسېف) ویلي دي چې تېر کال د سختې ګرمۍ د څپو، طوفانونو، سېلابونو او شدید موسم له وجې "په ۸۵ هېوادونو کې د لږ تر لږه ۲۴۲ مېلیونه ماشومانو" زده کړې له خنډونو سره مخامخ شوې.
یونېسېف نن (د جنورۍ پر ۲۴مه) د تعلیم د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل راپور کې ویلي دي چې تېر کال (۲۰۲۴ز) په اپرېل کې د سېلابونو له وجې په پاکستان کې تر ۴۰۰ زیات ښوونځي ړنګ شول.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس د راپور پر اساس وايي چې په افغانستان کې په مې میاشت کې د ګرمۍ تر څپو وروسته په سختو سېلابونو کې تر ۱۱۰ زیات ښوونځي ړنګ شول.
د فرانسې خبري اژانس وايي، د سختې ګرمۍ له وجې د نړۍ پر کچ لږ تر لږه ۱۷۱ مېلیونه ماشومان اغېزمن شول چې ورڅخه ۱۱۸ مېلیونه د بنګلادېش، هند، کمبوډیا، تایلینډ او فېلېپین اوسېدونکي ول.
راپور زیاتوي چې د نړۍ ښوونځي او تعلیمي نظامونه "تر ډېره بریده" د سخت موسم د اغېز پر وړاندې د مبارزې لپاره پوره اسانتیاوې نه لري.