امريکا د ایران پلوې حوثي یاغي ډلې "د بهرني ترهګر سازمان" د بیا اعلانولو بهیر پیل کړی دی.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په خپلې لومړۍ واکمنۍ کې حوثي ډله بهرنۍ ترهګر ګرځولې وه.
سپينې ماڼۍ د جنورۍ پر ۲۲مه په بيان کې وويل: "د ایران سپاه پاسداران انقلاب قدس ځواک، چې په ټوله نړۍ کې ترهګر سازمانونه په وسلو سمبالوي او روزنه ورکوي، د حوثیانو ملاتړ کوي."
بیان وايي، حوثي یاغیانو "له ۲۰۲۳ز کال راهیسې په لسګونو ځلې يې د امريکا پر سمندري جنګي کښتو ډزې کړې دي چې له امله يې د امریکایي ځواکونو ژوند له خطر سره مخامخ شوی دی."
په یمن کې مېشتو ایران پلویو حوثي یاغیانو د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې په سره سمندرګي کې پر کاروباري کښتیو حملې کولې. دوی دا بریدونه تر هغې شاوخوا یوه میاشت وروسته کړي ول چې اسراییلو په غزه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پر وړاندې جګړه پیل کړه.
د دې په ځواب کې امریکا او برېتانیا د حوثیانو پر اهدافو ځوابي حملې کړې وې.
په بیان کې حوثیان د "انصار الله" په نوم هم یاد شوي دي. دا هغه نوم دی چې هغه سختدريځه ډله یې د ځان لپاره کاروي. حوثي یاغیان له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې په نړیواله کچه په رسمیت د پیژندل شوي يمني حکومت پرضد جګړه کوي. د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اېتلاف د يمني حکومت ملاتړ کوي.