د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باجوړ کې وسلوالو یو ولسي وګړی وژلی دی


امنیتي ځواکونه د باجوړ په عنایت کلا کې ګزمه کوي - پخوانی انځور.
امنیتي ځواکونه د باجوړ په عنایت کلا کې ګزمه کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د باجوړ پولیس وایي، د ضلعې په ماموندو کې وسلوالو یو ځايي وګړی وژلی دی.

د پولیسو ویاند محمد اسرار مشال راډیو ته وویل، وسلوالو د جنورۍ پر ۲۲مه سهار شاوخوا ۱۰ بجې پر داسې مهال پر ادریس ډزې وکړې چې هغه په عنایت کلا بازار کې د خپل کار لپاره دوکان ته روان وو.

دی وايي، نوموړی په برید کې ژوبل شو خو روغتون ته تر رسېدو مخکې یې سا ورکړه.

اسرار وايي، ادریس د شینکوټ اوسېدونکی وو او په عنایت کلا بازار کې زرګر وو.

زیاتوي چې د هغه د کورنۍ غړي وايي چې له هېچا سره یې دښمني نه وه.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ماموند تحصیل د باجوړ غرییزه سیمه ده چې د افغانستان له کونړ ولایت سره پوله لري.

په باجوړ کې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې ناامني زیاته شوې ده چې پر ضد یې خلکو وخت په وخت جرګې، لاریونونه او احتجاجونه کړي دي.

په هغه سیمه کې وسلوال وخت په وخت پر ځايي مشرانو، فعالانو، دیني عالمانو، سیاستوالانو او کاروباریانو حملې کوي.

د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې په لوی ماموندو کې په دوو چاودنو کې د یو پولیس په ګډون دوه تنه وژل شوي ول. تر دې مخکې د نومبر پر ۱۴مه د جماعت اسلامي ګوند يو مخکښ هم وژل شوي وو.

د پاکستان حکومت او امنیتي ځواکونه وايي چې په خیبر پښتونخوا کې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG