د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې د کاروباري پرمختګ لپاره نوی موبایل ايپ جوړ شوی دی


د جنورۍ پر ۲۱مه په پېښور کې د یو اېس اېډ په مرسته د جوړ شوي غونډې ګډونوال.
د جنورۍ پر ۲۱مه په پېښور کې د یو اېس اېډ په مرسته د جوړ شوي غونډې ګډونوال.

د خیبرپښتونخوا کاروباریانو د اړیکو او ګډو کاروباري فرصتونو موندلو لپاره نوی موبایل اپلیکېشن جوړ کړی دی.

د جنورۍ پر ۲۱مه، د خېبر پښتونخوا "بيزهب" (BizHub) په نامه د دې اپیلکېشن پرانیستې غونډه په پېښور کې وشوه. غونډه د امریکا د نړیوالې پرمختيايي ادارې (یو اېس اې ای ډي) او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو اېن ډي پي) جوړه کړې وه چې پکې سوداګرو او حکومتي چارواکو ګډون کړی وو.

د غونډې منتظم او د اپليکېشن د جوړوونکي بورډ مشر اقبال سرور مشال راډیو ته وویل چې دا ایپ به د خیبرپښتونخوا دننه او بهر کاروباریانو ته د اړیکو جوړولو او ګډو پروژو په پیل کې مرسته وکړي.

ګډونوالو وویل چې د ټیکنالوژۍ کارولو کاروبار اسانه کړی، خو د انټرنیټ تېزولو او د انلاین تېرايستلو مخنیوي ته اړتیا ده.

په پېښور کې د جنورۍ پر ۲۱مه د بيزايپ پرانيستي او د پانګوالو غونډې ګډونوال
په پېښور کې د جنورۍ پر ۲۱مه د بيزايپ پرانيستي او د پانګوالو غونډې ګډونوال

د غونډې يو ګډونوال او د سيلانيانو د يو شخصي شرکت مشر ډاکټر صلاح الدين مشال راډيو ته وويل چي د نوي ټېکنالوژۍ له راتګ سره ورته کاروبار کول اسان شوی دی. نوموړي زياته کړه چې حکومت دي د دې ايپ د کارولو په اړه په عام ولس کې پوهه راولي.

د پاکستان د معلوماتي ټېکنالوژۍ د اداری د شمیرو له مخې، په هغه هېواد کې په تېرو اوو کلونو کې په کاروبارونو کې د نويو تکنيکي مهارتونو له امله د عام ولس کاروبارونو ۲۶ سلنه وده کړې ده.

XS
SM
MD
LG