په بلوچستان کې تر اوږدې وچکالۍ وروسته واورې او بارانونه شوي دي.
د صوبې په پښتون مېشتو سيمو زیارت، کلا سیف الله، مسلم باغ، کاڼ مهترزۍ، توبه کاکړۍ او توبه اڅکزۍ کې د جنورۍ پر۱۹مه واوارې او په ژوب، هرنايي، موسی خېل او زیاتره بلوڅ مېشتو سيمو کې بارانونه پیل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ويډیوګانو کې ښکاري چې د واورو ورېدو له امله ځینې لارې تړل شوې دي. د واورو له وجې د زیارت او چمن له کوټې او نورو سيمو سره تګ راتګ له خنډ سره مخ شوی دی. خو د بلوچستان د اطلاعاتو ادارې پر فیسبوک ليکلي چې د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ واورې کتلو لپاره خلک له بې واورو سیمو ورځي.
په همدې حال کې د پاکستان د لویو لارو ملي اداره (نېشنل های وې اتارټي) وايي چې د چمن او کلا عبدالله د لارو د خلاصولو لپاره يې کار پیل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې له مودو راهیسې وچکالي ده چې له کبله يې د زیاتره سيمو باغونه وچ شوي او خلک د څښکولو د اوبو له کمښت سره مخامخ دي.