د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکراين د روسیې په هوایي برید کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي


د جنورۍ پر اتمه پر زپورېژيا د روسيې تر هوايي برید وروسته له ګاډو لمبې پورته کېږي.
د جنورۍ پر اتمه پر زپورېژيا د روسيې تر هوايي برید وروسته له ګاډو لمبې پورته کېږي.

اوکرایني‌ چارواکي وایي، پر جنوبي ښار زپورېژیا د روسیې په هوایي برید کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.

چارواکي زياتوي چې هوایي برید د جنورۍ پر اتمه د زپورېژیا پر یوه صنعتي سیمه شوی دی.

د راپورونو له مخې، په حمله کې یو ښاري برېښنایي بس او یو مساپر لېږدوونکی بس هم په نخښه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر وولوديمیر زېلېنسکي پر ټېلېګرام تر برید وروسته د وضعیت انځورونه خپار کړي او لیکلي یې دي چې پر یو ښار دا ډول هوایي حمله "تر ټولو لوی وحشیانه" کار دی او په خبره یې، زیانمن شوي ټول ملکیان دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې روسیې په حمله کې څه ډول وسله کارولې خو له پراخې ویجاړۍ او مرګژوبلې ښکاري چې ښايي پیاوړې وسله يې کارولې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې او اوکراین لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ نومولي استازي ويلي چې ټرمپ به د اوکراین جګړه پای ته رسولو په برخه کې د کییف ګټې په پام کې ساتي او هدف به يې دا وي چې ستونزه د "برابرۍ پر اساس" هواره شي.

کيت کېلاګ د جنورۍ پر اتمه امريکايي ټېلېوېژن فاکس نیوز ته وويل چې خلک باید پوه شي چې ټرمپ هڅه نه کوي چې "روسي ولسمشر ولاديمير پوتين یا روسانو ته یو څه ورکړي،" بلکې اصلاً "د اوکراین او د هېواد د خپلواکۍ ژغورلو" هڅه کوي.

تر دې وړاندې، د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي ول چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ "نه اټکلېدونکی خاصیت" د جګړې پای ته په رسولو کې مرسته کولای شي.

XS
SM
MD
LG