د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې ۲ پوليس وژل شوي او ۳ ژوبل دي


په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په وسلوالو بريدونو کې پوليس سرتېروته مرګژوبله اوښتې ده ـ انځور له ارشيفه
په وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په وسلوالو بريدونو کې پوليس سرتېروته مرګژوبله اوښتې ده ـ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په چکېسر سيمه کې وسلوالو پر پوليسو په ډزو کې دوه پوليس سرتېري وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.

د چکېسر تاڼې محرر مقبول احمد نن (د ډېسمبر پر ۱۷مه) مشال راډيو ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې ناڅرګنده وسلوالو د دوی له تاڼې څخه ۱۵ کلوميټره ليرې پر ګنانګړ پوليس پوسته بريد وکړ او ياده مرګژوبله يې واړوله.

نوموړي زياته کړه، د پېښې سيمې ته اضافي پوليس لېږدول شوي او دا چې هغوی د وسلوالو د لټون عمليات پيل کړي دي.

د دې بريد ذمه واري تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې منلې نه ده.

په خيبر پښتونخوا کې تر دې وړاندې هم پر پوليسو يوشمېر بريدونه شوي دي چې هغوی ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.

د ډېسېمبر پر ۱۲مه د سوات په مينګوره کې د وسلوالو په ډزو کې یو تاڼېدار وژل شوی او یو پولیس ژوبل شوی وو.

د سوات ولس پر پولیسو د بريدونو او هلته د ناامنۍ د پېښو پرضد په وار وار مظاهرې، احتجاجونه، لاريونونه او جرګې کړې دي او هوډ يې ښودلی چې په خپله سیمه کې به د ناامنۍ جوړولو اجازه نه ورکوي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ هم ويلي دي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو پرضد يې هدفي عمليات روان دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG