مشال راډيو په پراګ کې يو داسې خبريال ته اړتيا لري چې په خپل کاري مسلک کې لږ تر لږه له پينځو څخه تر اتو کلونو پورې تجربه ولري.
د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې د دې کاري فرصت اعلان پر خپل وېبسايټ خپور کړی چې تاسو کولای شئ، هلته په انلاين بڼه له ورکړل شويو لارښوونو سره سم خپل درخواست او سي وي جمع کړئ.
د خبريال مورنۍ ژبه بايد پښتو وي او د خپلې مورنۍ ژبې د معياري ليک او لوست تر څنګ بايد په انګليسي ژبه هم د کار کولو غوره وړتيا ولري.
په ژورناليزم يا اړونده تعليمي څانګه کې د بېچلر يا ليسانس سند درلودل د خبريال يوه اضافي ځانګړنه بلل کېږي.
خبريال بايد د راډيو، ويډيو او ډيجيټل برخو په بېلا بېلو چارو کې مسلکي پوهه ولري او په هغو برخو کې د موادو د توليدولو، ارزولو، ايډيټ کولو او وړاندې کولو وړتيا ولري.
د درخواست جمع کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۵ز کال د جنوري لومړۍ نېټه ده.
په دې اړه نور تفصيل په لاندې انګليسي لينک کې لوستلای شئ.