د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر یمن د اسراییلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي


په صنعا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه تر اسراییلي برید وروسته له برېښناکوټه لوګی خېژي.
په صنعا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه تر اسراییلي برید وروسته له برېښناکوټه لوګی خېژي.

د اسراییل پوځ ویلي دي چې په یمن کې یې د حوثي یاغیانو د بې پيلوټه الوتکو او د توغندیو د بریدونو په ځواب کې د پلازمېنې صنعا په ګډون مختلفې سیمې ویشتلې دي.

د اسراییل پوځ په یو بیان کې څرګنده کړه چې د ډېسېمبر پر ۱۹مه یې سهار وختي په یمن کې هغه سیمې په نخښه کړې دي چې ورڅخه یاغیان فعالیتونه کوي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې حملې تر هغې لږ ساعت وروسته شوې دي چې حوثیانو د اسراییلو پر مرکزي برخه توغندی وویشت.

خبري اژانسونه د یمنیو رسنیو په حواله وايي چې په اسراییلیو حملو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي دي.

اسوشیېټېډ پرېس اژنس کاږي، اسراییلي پوځ په بیان کې ویلي چې د بمباري "له مخکې د پلان شويو عملیاتو" پر اساس شوې چې پکې "۱۴ جنګي جېټ" الوتکو برخه واخیسته.

پوځ وايي چې په لومړیو بریدونو کې یې د حدیدې او صلیف په بندرونو او په سره سمندرګي کې د راس عیسا د تېلو په ټرمینل کې د حوثیانو بېخبنا (انفراسټرکچر) په نخښه کړه او د حملو په دویمه لړۍ کې یې په پلازمېنه صنعا کې د انرژۍ بېخبنا وویشته.

اسراییلي پوځ په بیان کې د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې روښانه نه وه چې پر صنعا او نورو ځایونو حملې چا کړې وې او اسوشېټېډ پرېس او د فرانسې خبري اژانس د حوثیانو تر واک لاندې د رسنیو په حواله د بریدونو خبر ورکړی وو خو پکې یې د مرګژوبلې او نورو زیانونو په اړه څه نه ول ویلي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د حوثیانو تر واک لاندې د المسیره ټېلېوېژن په حواله ویلي دي چې په پلازمېنه کې په بمباریو کې برېښناکوټونه په نخښه شوي دي.

د فرانسې او جرمني او اسوشيېټېډ پرېس اژنسونه وايي چې په بمبارۍ کې په صلیف کې اووه او په راس عیسا تېلو ټرمینل کې دوه تنه وژل شوي دي.

ایران پلویو حوثیانو له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د يمن پلازمېنه نیولې ده.

امریکايي ځواکونو له شاوخوا یو کال راهیسې د سره سمندرګي په دهلېز کې پر مال لېږدوونکو او نورو بېړیو د شویو حملو په غبرګون کې پر حوثي وسلوالو یوشمېر بریدونه کړي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ د ډېسېمبر پر ۱۶مه ويلي ول چې په صنعا کې یې د حوثیانو "د قوماندې او کنټرول مهم مرکز" په نخښه کړی دی.

رویټرز اژانس وايي چې تازه بریدونه تر هغې وروسته شوي چې د اسرايیلو پوځ ویلي چې هوايي ځواک يې له یمنه توغول شوی توغندی د هېواد په فضايي حریم کې شنډ کړی دی. پوځ زیاته کړې چې په سیمه کې د خطر زنګونه اورېدل کېدل. اسراییلو په پېښه کې د کوم ځاني زیان راپور نه دی ورکړی.

حوثي یاغیانو د دې اونۍ په پیل کې هم د اسراییلو پر مرکزي ښار یافا پر یو پوځي هدف بیلېسټېک توغندی ویشتلی وو. حوثیان وايي چې بریدونه په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون پر اساس کوي.

XS
SM
MD
LG