د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بشري حقونو کمېشن پر حکومت غږ کړی چې پر پي ټې اېم د بندیز پرېکړه واپس واخلي


منظور پشتين په لکي‌مروت کې مظاهرې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه
منظور پشتين په لکي‌مروت کې مظاهرې ته وينا کوي - انځور له ارشیفه

د پاکستان حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ګرځول د ګڼو ادارو، سیاستوالو او مدني فعالانونو غبرګونه پارولي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په پي ټي اېم د بندیز غندنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې د بندیز فېصله دې واپس واخلي. کمېشن د اکتوبر شپږمه په خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې پي ټي اېم هیڅ کله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره په ایني چوکاټ کې دننه مبارزه کوي.

کمېشن زیاته کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ د ايين دننه د خپلو اهدافو خبره کړې نو د بندیز لګولو جواز پرې نه جوړېږي. کمېشن ويلي حکومت دې دغه غورځنګ خپلې سوله ییزې مبارزې ته پريږدي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د اکتوبر پر شپږمه، د يو فرمان په خپرولو سره په پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له مخې يې (ناقانونه سازمان) وګرځاوه. په فرمان کې دعوه شوې وه چې د "وفاقي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې پښتون ژغورنې غورځنګ په داسې فعالیتونو اخته دی چې د هېواد د سولې او امنیت په زیان دي."

خو د غورځنګ مشر منظور پشتين وايي دوی همېشه د عدم تشدد له لارې د پښتنو د حقونو او ترهګرۍ په خلاف مبارزه کړې ده نو ځکه دا بندیز ظالمانه دی. هغه د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پرېکړه د پښتنو د حقونو لپاره د ځوانانو د سوله ییزو هڅو ودرولو کوښښ دی چې کامياب به نه شي. نوموړي د پاکستان پر حکومت نيوکې کړې او زیاته کړې یې ده چې پر پي ټي اېم بندیز سره پر بشري حقونو پښې ږدي. "تش په نوم وفاقي حکومت پر پي ټي اېم د بندیز په لګولو له ټولو حدودو تېر شوی دی."

هغه ریاست پر پي ټي اېم بندیز لګولی چې ترهګري پالي.
محسن داوړ

تر اوسه د پاکستان مسلم ليګ (ن) په مشرۍ وفاقي ايتلافي حکومت په دې اړه نيوکو ته څه ځواب نه دی ویلي او نه یې هم دا واضحه کړې چې ولې یې د پښتنو يوه سوله ییز تحريک غیرقانونه وګرځاوه؟

بل خوا د بشري حقونو فعالانو او سیاستوالو لخوا د دې پرېکړې له امله، پر حکومت نیوکو او د پي ټي اېم ملاتړ ته دوام ورکړی دی. د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مینګل) مشر،سردار اختر جان مينګل پر اېکس ليکلي چې په پاکستان کې دا لومړی ځل نه دی چې پر ملت پالو تحريکونو بندیزونه لګېږي. هغه زیاته کړې چې پخوا د پښتنو، بلوڅو او سندیانو ګډ ګوند، نېشنل عوامي پارټۍ بندیز لګېدلی وو.

مينګل په بلوچستان کې د بېلتونپالو وسله والو فعالیت ته په اشارې سره زیاته کړې: "هغه بندیز نه یوازې ریاست ته ګټه ونکړه بلکې دومره سخت غبرګون یې پارولی چې اوس یې ودرول ممکن نه دي. زه پر پي ټي اېم دا غیر جمهوري بندیز په سختۍ سره غندم."

پر دې سربیره، عوامي‌نېشنل ګوند هم پر پي ټي اېم بندیز غندلی دی. د ګوند وياند انجنیر احسان الله خان د اکتوبر پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د وفاقي حکومت دغه پرېکړه د پښتنو غږ خاموشه کولو هڅه ده: "هر څوک چې د جمهوريت او بیان ازادۍ ملاتړ کوي، د هغوی لپاره دا اندېښمنونکی پرمختګ دی. موږ د پي ټي اېم سره ولاړ يو او دا بندیز ردوو."

د پښتون ژغورنې غورځنګ پخواني غړي او اوسمهال د ملي جمهوري غورځنګ مشر، محسن داوړ پر پي ټي اېم د بندیز له وجې د پاکستان پر ریاست سختې نيوکې کړې دي. هغه پر اېکس ليکلي: "کوم ریاست د ترهګرۍ پرورش کوي، هغه ریاست پر پي ټي اېم د بندیز اعلان کړی دی". نوموړي زیاته کړې چې دا د ریاست لخوا د لادرکه کسانو کورنيوو او د عدم تشدد مبارزینو ته پېغام دی چې ریاست په سوله ییزې مبارزې يقين نه لري.

د بلوچ یکجهتي کمېټۍ مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې په پي ټي اېم بندیز لګول د حکومت لخوا د جمهوري اصولو د تروړلو په څېر اقدام دی. نوموړې د اکتوبر شپږمه په خپله رسمي ایکس پاڼه لیکلي چې دا اقدام په پاکستان کې د پرامنه سیاسي غورځنګونو او مخالفو غږونو د غلي کولو څرګندونه کوي.

د جماعت اسلامي يو مخکښ او پخواني سېنېټر مشتاق احمد خان پر اېکس ليکلي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لګولو سره، د پاکستان حکومت جمهوریت غوښتونکو ته د خطر زنګ وهلی دی. هغه پر حکومت غږ کړی چې دا پرېکړه دې واپس واخلي.

پي ټي اېم په ۲۰۱۸ کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې یې د ناامنیو، د پوځ تګلارو، د بشري حقونو سرغړونو، جبري بې درکیو، ماورای عدالتي وژنو، د پښتنو په سیمو کې پر طبیعي زېرمو د ولس د واک او نورو یوشمېر موضوعاتو په اړه پراخې مظاهرې، جلسې، احتجاجي ناستې او غونډې کړې دي.

وفاقي حکومت پر داسې مهال اقدام کړی دی چې پېښور های کورټ پښتون ژغورنې غورځنګ ته د اکتوبر پر ۱۱مه د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړه. پي ټي اېم وايي چې د "پښتنو قامي عدالت" په نوم ناستې ته یې د پاکستان د ټولو پښتون مېشته سیمو سیاستوالان، مشران، فعالان او مهم شخصیتونه وربللي دي چې پکې به پښتنو ته د ورپېښو لویو مسلو د هواري لارې چارې لټوي.

بلخوا د پاکستاني حکومت لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د ناقانونه ګرځولو سریره هم، په سلګونو کسان د خیبر رېګي للمې سیمې ته ورغلل او لاریون یې وکړ. د اکتوبر پر شپږمه، د پېښور پوهنتون او ځینو نورو تعلمي ادارو او ځینې مدرسو زده کوونکو سپین بېرغونه په لاسونو کې اخيستی ول. دوی شعارونه ورکول چې "دا څنګه ازادي ده؟"

XS
SM
MD
LG