د لاسرسي ځای

تازه خبر

منظور پشتين وايي د اکتوبر تر جرګې وړاندې د ترهګرۍ جنګ ځپلو پښتنو شمېرې ټولوي


منظور پشتين په سوات کې غونډې ته وينا کوي - د سېپټېمبر ۱۰مې انځور.
منظور پشتين په سوات کې غونډې ته وينا کوي - د سېپټېمبر ۱۰مې انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پشتين ويلي د هغو ټولو پښتنو معلومات غونډوي چې په جنګونو او د ترهګريو په پېښو کې وژل شوي، زيانمن شوي يا بې درکه شوي دي.

د پي ټي اېم مشر د سېپټېمبر پر ۱۰مه د سوات په کبل تحصيل کې د ځايي مشرانو يوې غونډې ته په وينا کې وویل، دا کار به د اکتوبر پر ۱۱مه په خيبر کې له وربلل شوې جرګې مخکې کوي.

نوموړي زیاته کړه دا غونډه به درې ورځې دوام کوي او هلته به د پښتنو پر ستونزو او د هغوی پر حللارو بحثونه کېږي. "د جرګې پرېکړه د يو فرد نه ده. د ټولو په شريکه ده. تقرير نه بلکې سنجيده تحرير، او اعلاميه نه بلکې فيصله ده. دغه يو عمل چي وشي دا يو سنجيده عمل دی. نمايندګي ډېر منظمه ده او د ولسونو په خوښه ده. دا يقيناً د دې ملت غميزه هم ورکولای شي او ښه ژوند هم ورته ګټلای شي."

پشتين تر دې مخکې نورو پښتنو سيمو ته هم تللی دی. هغه وايي، د دې سفرونو مقصد یې هلته ولسي مشران، دیني عالمان او سیاستوالان د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې د غورځنګ په کوربه توب کېدونکې هغې پراخې غونډې ته بلل دي چې پي ټي اېم ورته د "پښتون قامي عدالت" نوم ورکړی دی.

غورځنګ وايي چې په هغه درې ورځنۍ غونډه کې پښتانه په سیمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکیو او د پښتون مېشته سیمو د طبیعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو د هواري په اړه ګډه پرېکړه وکړي.

پشتین د هغې غونډې اعلان د جولای پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان په اسد خېلو کې د غورځنګ د یو مخکښ ګیله من وزیر په جنازه کې ورغونډو شويو زرګونو کسانو ته په وينا کې کړی وو.

د پشتين په مشرۍ نماينده پلاوي هغې جرګې ته د بلنې لپاره د بېلا بېلو سياسي او مذهبي ګوندونو د مشرانو تر څنګ له يو شمېر نورو کسانو سره هم ملاقاتونو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې. روانه اوونۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې په حملو کې د پولیسو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول. راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

بلخوا د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي وايي چې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر وايي چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG