د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا د پټو خدماتو ادارې مشرې کېمبرلي چيټل استعفا ورکړه


د امریکا د پټو خدماتو ادارې مشره کېمبرلي چیټل له انتقاد سره مخامخ وه ـ پخوانی انځور.
د امریکا د پټو خدماتو ادارې مشره کېمبرلي چیټل له انتقاد سره مخامخ وه ـ پخوانی انځور.

د امریکا د پټو خدماتو ادارې مشرې کېمبرلي چيټل له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

چيټل د جولای پر ۲۳مه په داسې حال کې دنده پرېښوده چې روانه میاشت پر پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر برید وروسته د هغې ادارې د کار په اړه پوښتنې پیدا شوې دي. په همدې حال کې پر ټرمپ د برید په اړه بېلا بېلې پلټنې هم روانې دي.

نوموړې د جولای پر ۲۲مه د امريکا د کانګرس کمېټۍ غونډې ته ویلي ول چې هغه د ټرمپ د کیمپېن غونډې د امنيتي پلان د ناکامۍ مسووليت مني.

هغې کمېټۍ د چیټل پر استعفا سربېره په غونډه کې د امریکا د پټو خدماتو ادارې ارزونې ته دوام ورکړی دی چې فعالیتونه یې وڅېړي او معلومه کړي چې ولې او څنګه امنیتي پلان ناکام شو.

د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو استازو پرېکړه کړې چې پر ټرمپ د برید پلټنو ته دوام ورکړي چې د امنیتي پلان د ناکامۍ د علتونو په اړه بشپړ معلومات غونډ کړي.

چارواکي وايي، د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې د تامس میتیو کروکس په نوم یو۲۰ کلن ځوان د ولسمشرۍ انتخاباتو د کیمپېن په غونډه کې پر ټرمپ ډزې وکړې او هغه یې لږ ټپي کړ.

د هغوی په خبره، امنیتي سرتېرو سمدستي مشکوک بریدګر په نخښه کړ او هغه یې وواژه.

په برید کې د غونډې یو بل ګډونوال هم ووژل شو او د ټرمپ په ګډون درې تنه پکې ژوبل شول.

پر ټرمپ له حملې راهیسې د پټو خدماتو پر ادارې انتقادونه روان دي او پوښتنه کېږي چې څنګه یو بریدګر د کیمپېن جلسې ساحې ته نېږدې ځان رسولی وو او وتوانېد چې پر ټرمپ ډزې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG