د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی اعلان شو


مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د پارلېمان غړی پاتې شوی دی ـ د جون ۲۸مې انځور.
مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د پارلېمان غړی پاتې شوی دی ـ د جون ۲۸مې انځور.

ایراني چارواکي وایي اصلاح غوښتونکی کاندید مسعود پزشکیان د ایران د ولسمشرۍ د دویم پړاو انتخابات ګټلي دي.

ایران د انتخاباتو کمېشن ویاند محسن اسلامي د جولایي پر شپږمه د دولتي تلویزیون له لارې اعلان وکړ چې پزشکیان ۵۳،۷ سلنه رایې ګټلې او د رایو شمېر یې ۱۶ میلیونه او ۳۸۴ زره او ۴۰۳ ته رسېږي.

محسن اسلامي زیاته کړې چې د مسعود پزشکیان سیال سعید جلیلي ۴۴،۳ سلنه رایې خپلې کړې او د رایو شمېر یې ۱۳ میلیونه او ۵۳۸ زره او ۱۷۹ ته رسېږي.

په ایران کې د ولسمشریزو انتخاباتو دویم پړاو د جولایي پر پینځمه له هغه وروسته وشو چې د جون پر ۲۸مه د ټاکنو په لومړي پړاو کې هېڅ کاندید تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې ترلاسه نه کړای شوې او هېڅوک ښکاره ګټونکی اعلان نه شو.

په هغه پړاو کې د رایو ورکونکو شمېر هم خورا کم وو خو چارواکي وایي د دویم پړاو په ټاکنو کې ډېرو خلکو رایې وکارولې.

نوی ولسمشر مسعود پزشکیان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د پارلېمان غړی پاتې شوی دی. هغه د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو طریقه تر پوښتنې لاندې راوستې او له غرب سره یې د خبرو اترو په حق کې هم څرګندونې کړې دي.

خو نوموړی د اسلامي جمهوریت د اصولو ملاتړ هم کوي او ویلي یې دي چې د غوره کېدو په صورت کې به د ایران د ستر مشر علي خامنه یي تګلارې تعقیب کړي.

په ایران کې هر څلور کاله وروسته د ولسمشرۍ انتخابات کېږي. تر دې مخکې هلته انتخابات د ۲۰۲۱ز کال په جون میاشت کې شوي ول چې پکې ابراهیم رییسي ولسمشر ټاکل شوی وو.

سږني انتخابات له وخت مخکې وشول ځکه چې د روان ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۱۹مه رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او ځينې نور چارواکي د هیليکاپټر (چورلکې) نسکورېدو په پېښه کې ووژل شول او د مې پر ۲۰مه د هغوی مړي وموندل شول.
د رییسي تر مرګ وروسته د ايران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د مې پر ۲۰مه د رييسي مرستيال محمد مخبر د سرپرست ولسمشر په توګه ټاکلی وو.

په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات په داسې حال کې ترسره شول چې د سیاسي بندیانو په ګډون د هغه رژیم یو شمېر مخالفانو له انتخاباتي بهيره د پرېکون غږ کړی وو او ویلي ول چې دا انتخابات به د ایران په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون نه راولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG