د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایرانیان د ولسمشرۍ انتخاباتو په دویم پړاو کې رایې کاروي


د جولای پر پینځمه د تهران د ووټ ورکولو په مرکز کې ښځې د رایې کارولو تیاری کوي.
د جولای پر پینځمه د تهران د ووټ ورکولو په مرکز کې ښځې د رایې کارولو تیاری کوي.

په ایران کې د ولسمشریزو انتخاباتو په دویم پړاو کې د رایو اچولو بهیر پیل شوی دی.

دا انتخابات په مې کې د هېلېکاپټر غورځېدو په پېښه کې د ولسمشر ابراهیم رییسي تر وژنې وروسته کېږي.

د جولای پر پینځمه د دویم پړاو انتخابات تر هغې وروسته کېږي چې د جون پر ۲۸مه په ولسمشریزو ټاکنو کې هېڅ کاندید تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې ترلاسه نه کړای شوې او هېڅوک ښکاره ګټونکی اعلان نه شو. په هغه پړاو کې د رایو ورکونکو شمېر هم خورا کم وو.

د جولای پر پینځمه د دوو نوماندانو، اصلاحاتو غوښتونکي او د پارلېمان پخوانی غړي مسعود پزشکیان، او د سختدریځه سیاستوال سعید جلیلي ترمینځ سیالي کېږي. جلیلي د اټومي پروګرام په اړه له نړیوالو سره په مذاکراتو کې پخوانی مرکچي دی.

نوموړی اوسمهال د ملي امنیت په عالي شورا کې د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د شخصي استازي په توګه دنده ترسره کوي او د محافظه کاره ډلې د سختدریځې برخې استازیتوب کوي.

پزشکیان له ۲۰۰۸ز کال راهیسې د پارلېمان غړی پاتې شوی دی. هغه د ښځو د اجباري حجاب پلي کولو طریقه تر پوښتنې لاندې راوستې او له غرب سره یې د خبرو اترو په حق کې هم څرګندونې کړې دي.

ایرانیان د ازادیو له نه شتوالي، د ژوند د ټیټ معیار او د کمزوري اقتصاد په څېر له ستونزو سره مخامخ دي، او دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې خلک د هغو مشکلاتو هواري ته سترګې په لار دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG