د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حج کې د ګرمۍ له وجې د مړو شویو حاجیانو شمېر ۱،۰۸۱ ته رسېدلی دی


په مکه کې حاجیان وروستی طواف کوي - د جون ۱۸مې انځور.
په مکه کې حاجیان وروستی طواف کوي - د جون ۱۸مې انځور.

په سعودي عرب کې د حج پر مهال د مړو شویو حاجیانو شمېر۱،۰۸۱ ته لوړ شوی دی.

فرانس پریس اژانس د جون پر ۲۰مه د چارواکو او ډېپلوماټانو له خولې خبر ورکړی چې په مړو شویو کې ډېری حاجیان ناراجسټره ول او په سخته ګرمۍ کې یې یخو خونو او تالارونو ته د داخلېدو اجازه نه لرله.

د رپورټ له مخې د ملاېشیا (مالیزیا)، هند، اردن، ایران، سېنېګال او سوډان په ګډون د ۱۰ هېوادونو ډ‌ېپلوماټانو د ټولو ۱،۰۸۱ حاجیانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د انډونیشیا (انډونیزیا) د مذهبي چارو وزارت د جون پر ۲۰مه ویلي دي چې روان کال د حج پر مهال یې ۱۸۳ وګړي مړه شوي دي.

یو عرب ډېپلوماټ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له ۶۵۸ مړو مصریانو څخه ۶۳۰ ناراجسټره ول.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال په لسګونه زره کسان د مالي توان نه لرلو له وجې له غیر منظمو او نارسمي لارو د حج کولو هڅه کوي.

سعودي چارواکو په روانه میاشت کې له مکې مکرمې څخه د لکونو نا ثبت شویو حاجیانو د ایستلو خبر ورکړی وو خو داسې ښکاري چې ډېری یې بیا هم د جون له ۱۴مې څخه د حج په پیلېدونکو مناسکو کې شریک شوي ول.

سږ کال د حج په سخته ګرمۍ کې وشو او د سعودي عرب د هوا پېژندنې ملي مرکز ویلي دي چې روانه اوونۍ په مکه مکرمه کې د تودوخې درجه ۵۱.۸ ډېګري سینټي ګرېډ ته ورسېده.

ریاض ویلي دي چې سږ کال سعودي عرب ته تر ۱۵ لکه زیات بهرنیان او په هغه هېواد کې مېشتو په لکونو نورو کسانو حج وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG