د لاسرسي ځای

تازه خبر

حیدراباد کې د ګیس سلېنډر چاودنې ۵ کسان وژلي، ۵۰ ژوبل کړي


ژوبل شوي کسان د کراچۍ سېول او پټېل روغتونونو ته وروړل شوي دي ـ پخوانی انځور.
ژوبل شوي کسان د کراچۍ سېول او پټېل روغتونونو ته وروړل شوي دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د سیند صوبې د حیدراباد ښار په پریټ اباد کې، د ګیس سلېنډر چاودنې پینځه تنه وژلي او ۵۰ نور یې ژوبل کړي دي.

د حیدراباد پولیسو مشر، اېس اېس پي ډاکټر فرخ رضا خبریالانو ته وویل چې چاودنه د مې پر ۳۰مه، د سیمې په یو دوکان کې شوې ده. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي چې په روغتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د چاودنې او اور لګېدنې له امله نېږدې ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه او ګورنر کامران ټیسوري په کراچۍ کې د سېول او پټېل روغتونونو ته لاړل او د سوځېدلو کسانو لیدنه یې وکړه.

مراد علي شاه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ۲۷ ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه دی او زیاته یې کړه چې د پېښې په اړه یې یوه کمېټه هم جوړه کړې ده چې بشپړ پلټنه به کوي.

د کراچۍ د سېول او پټېل روغتونونو ډاکټران وايي، ښايي د مړو شمېر نور هم زیات شي، ځکه ګڼ زخمیان ډېرسوځېدلي دي.

په پاکستان کې تر دې مخکې هم دا ډول چاودنې شوي چې مرګژوبله یې اړولې وه. د مارچ پر ۱۳مه په کوټه کې د ګیس سلېنډر د چاودېدو له امله درې کسان وژل شوي ول. تر هغې مخکې د فبرورۍ پر۱۶مه، د پېښور په ګلبهار کې ورته چاودنې درې کسان وژلي ول.

XS
SM
MD
LG