د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ يو ځل بیا "له افغانستانه د بریدونو د پلانېدو" په اړه اندېښنه ښوولې


د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير له نورو پوځي افسرانو سره - انځور له ارشیفه
د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير له نورو پوځي افسرانو سره - انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ يو ځل بیا د خپلې ادعا په تکرارولو ويلي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ پېښو د پلان کېدو په اړه جدي اندېښنه لري.

پوځ د مې پر ۲۹مه، په يو بیان کې وويل چې په دې اړه د پوځي مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ په راولپنډۍ کې د پوځي افسرانو (کوور کمانډرانو) کې خبرې وشوې. تر غونډې وروسته د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای ایس پي ار) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې "د پاکستان مخالفين په هیواد کې د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو په نښه کولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي".

د پوځ د دغه بیان په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه څه غبرګون نه دی ښودلې خو تر دې وړاندې طالبانو دا تورونه رد کړي‌او په بیا بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره د هیچا خلاف استعمالېدو ته نه پرېږدي.

تر دې مخکې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتي وو چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر نور ولي مسید دې ونیسي. د کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې پر مسید سربېره د ټي ټي پي د ځينو نورو غړيو نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې هغه وسلوال په پاکستان کې پر چينايي وګړو په بریدونو کې لاس لري.

هغه وویل که افغان طالبان یې غوښتنو ته مثبت ځواب و نه وايي نو د پاکستان حکومت به په دې اړه يوه اړخيزه پرېکړه وکړي. نوموړي د دې يواړخیزې پرېکړې وضاحت ونکړ.

د نوموړي په ځواب کې د مې پر ۲۷مه، تحريک طالبان پاکستان په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دوی وسله وال په افغانستان کې نه بلکې په قبايلي سيمو کې دي. په دې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې دوی پر چينايي‌ وګړيو په شويو حملو کې هېڅ لاس نه لري.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. هغه مهال هم د دې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

محسن نقوي خبري غونډې ته وويل چې د بشام د برید په اړه یې له افغان طالبانو سره شواهد شریک کړي دي. هغه زیاته کړه چې د دې حملې لپاره، له کندهاره بیول شوی دا موټر پر لاره کې دوه ځلې پولیسو پلټلی وو خو نیولی یې نه وو نو ځکه د هغو پولیسو افسرانو پر ضد کاروايي شوې ده. البته نوموړي په دې اړه نور تفصیل ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG