د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي مشر ونیسي


د جنوبي وزیرستان په شوال د ټي ټي پي غړي ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان په شوال د ټي ټي پي غړي ګزمه کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت په افغانستان کې د طالبانو حکومت له حکومته د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر نور ولي مسید د نیولو غوښتنه کړې ده.

د کورنيوو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د مې پر ۲۶مه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې پر مسید سربېره د ټي ټي پي د ځينو نورو غړيو نومونه واخیستل او ادعا یې وکړه چې هغه وسلوال په پاکستان کې پر چينايي وګړو په بریدونو کې لاس لري.

نقوي زیاته کړه چې په بشام کې پر چينايي وګړو حمله ټي ټي پي کړې وه او د دې لپاره یې له افغانستانه له چاودیدونکو موادو ډک ګاډی او ځانمرګی بریدګر لېږلی وو.

هغه وویل که افغان طالبان یې غوښتنو ته مثبت ځواب و نه وايي نو د پاکستان حکومت به په دې حقله يوه اړخيزه پرېکړه وکړي.

د محسن نقوي سره په خبري غونډه کې د ترهګرۍ ضد قومي ادارې (نيشنل کاونټر ټيررازم اتارټي) مشر راجا طاهر ژورنالستانو ته د بشام بريد څو ويډيوګانې هم وښودلې او ادعا یې وکړه چې د ځانمرګي بريد ګر نوم مشتاق وو او د افغانستان اوسيدونکی وو.

هغه دا ادعا هم وکړه چې د بريد ګر پاکستاني مرسته کونکي ۱۱ کسان یې نیولي دي.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر نقوي وړاندې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه د خبري غونډې په مهال ادعا کړې وه چې په هغه هېواد کې پر چينايانو د بريد وروستي بريد په ګډون يوشمېر نورې حملې په افغانستان کې پلان شوي چې "افغانان" پکې "ښکېل" دي.

د نقوي د خبرو په ځواب کې د طالبانو حکومت غبرګون نه دی ښوولی خو د پوځ د ویاند په ځواب کې طالب چارواکو هغه ادعاوې په "کلکه" رد کړې وې چې په پاکستان کې وروستۍ حملې په افغانستان کې پلان شوې وې.

په کابل کې د طالبانو حکومت دريځ لري چې د افغانستان خاوره د پاکستان په شمول د هېڅ ملک پر ضد کارېدلو ته نه پريږدي.

ټي ټي پي تر د نقوي د بیان په اړه څه نه دي ويلي خو په تېرو وختونو کې یې له افغانستان د حملو پلانول رد کړي وو او ادعا لري چې وسلوال یې په پاکستان کې پراته دي او هم هلته فعالیت کوي.

خو محسن نقوي خبري غونډې ته وويل چې د بشام د برید په اړه یې له افغان طالبانو سره شواهد شریک کړي دي. هغه زیاته کړه چې د دې حملې لپاره، له کندهاره بیول شوی دا موټر پر لاره کې دوه ځلې پولیسو پلټلی وو خو نیولی یې نه وو نو ځکه د هغو پولیسو افسرانو پر ضد کاروايي شوې ده. البته نوموړي په دې اړه نور تفصیل ورنه کړ.

XS
SM
MD
LG