د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي اسلام اباد او واشنګټن به د ترهګرۍ ضد شريکه مبارزه جاري ساتي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسلام اباد او واشنګټن د سیمې امنیت ټینګ ساتلو ته خپله ژمنتیا ښوولې ده - پخوانی انځور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسلام اباد او واشنګټن د سیمې امنیت ټینګ ساتلو ته خپله ژمنتیا ښوولې ده - پخوانی انځور

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي اسلام اباد او واشنګټن باور لري چې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې (داعش«، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو پر وړاندې شريکه مبارزه به په سيمه کې د ترهګرۍ ګواښونه له مينځه يوسي.

هغه وزارت د مې پر ۱۳مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې په دې اړه د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاريو د سازمان لپاره د دوی ايډيشنل سېکرېټري سيد حیدر شاه د مې پر ۱۰مه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد چارو همغاړي کوونکې اېلیزبېت ريچرډ سره په واشنګټن کې ملاقات وکړ.

د خبرپاڼې ترمخه، دا ملاقات د دواړه هېوادونو ترمينځ له ترهګرۍ سره د شريکې مبارزې په اړه د مسلسلو خبرو اترو برخه ده. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زیاته کړې ده چې د ترهګرۍ ضد شريکې همکارۍ ترمخه، امريکا د ۲۰۲۳ز کال له مارچ راهیسې ۳۰۰ پاکستاني پولیس او نور ځواکونه روزلي دي.

تر دې وړاندې، په روانه مې میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د امریکا د مرکزي قومندې له مشر جنرال مایکل اېرېک کورېلا سره لیدلي ول.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د مې پر نهمه په بیان کې ویلي ول چې دواړو مشرانو په راولپېنډۍ کې د پوځ په مرکز کې پر "شریکو ګټو او په ځانګړي ډول د سیمه ییز امنیت" په لړ کې پر "همکارۍ" خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG