د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د تایوان په تنګي کې د چین پر پوځي مشقونو "سخته اندېښنه" ښوولې


د چین یوه جنګي بېړۍ د تایوان له ساحل سره نېږدې تېرېږي - د مې ۲۴مې انځور.
د چین یوه جنګي بېړۍ د تایوان له ساحل سره نېږدې تېرېږي - د مې ۲۴مې انځور.

امریکا د تایوان په تنګي کې د چین د پوځي تمرینونو (مشقونو) په اړه "سخته اندېښنه" ښوولې او ورباندې یې کلک ټینګار کړی دی چې له زغمه دې کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۵مه په بیان کې په وروستیو کې د تایوان د نوي منتخب ولسمشر لوړې ته په اشاره وویل، "یو عادي او جمهوري لېږد (انتقال) د پوځي پارونې په پلمه کارول د تاوتریخوالي خطر پیدا کوي او هغه پخواني اصول او نورمونه زیانمنوي چې له لسیزو راهیسې یې په تایوان تنګي کې سوله او ثبات ساتلی دی."

وزارت دا بیان تر هغې وروسته ورکړ چې چین د تایوان په شاوخوا کې دوه ورځني جنګي تمرینونه پای ته ورسول چې پکې ځواکونو د بمبارۍ تظاهر وکړ او سرتېرو یې په کښتیو کې د سپرېدو مشق وکړ.

چین دعوه کوي چې په جمهوري ډول اداره کېدونکی تایوان یې د خاورې برخه دی او تمرینونه یې د مې پر ۲۰مه د نوي ولسمشر لای چېنګ-تې تر لوړې وروسته پیل کړل. بیجنګ نوموړی یو "بېلتونپالی" بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG