د لاسرسي ځای

تازه خبر

متحده عربي امارات په پاکستان کې د ۱۰ اربه ډالرو پانګونه کوي


په پاکستان کې يو صراف امريکايي ډالر شمېري ـ پخوانی انځور
په پاکستان کې يو صراف امريکايي ډالر شمېري ـ پخوانی انځور

د متحده عربي اماراتو امیر شیخ محمد بن زید النهیان ژمنه کړې چې په پاکستان کې به تر ۱۰ اربو ډالرو پورې پانګونه وکړي.

د مې پر ۲۳مه د پاکستان سرکاري ټېلېویژن په یو خبر کې ویلي دي چې دا پانګونه به د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې وشي او هدف یې د هېواد اقتصاد ته مرسته رسول دي.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهباز شریف د خپل یوه ورځني سفر په ترڅ کې په ابو ظهبي کې له شیخ زید سره کتلي دي.

په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او نور حکومتي چارواکي هم شامل ول.

د پاکستان اقتصاد له تېرو څو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخامخ دی چې په کې اقتصادي بې‌ ثباتي، د پورونو زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو کمښت، سیاسي بې‌ ثباتي، امنیتي ننګونې او د انرژۍ بحران شامل دي. دا ستونزې د هغه هېواد اقتصادي پرمختګ ته جدي خنډونه جوړوي، چې له امله یې د پانګوالو اعتماد کم شوی او د خلکو ژوند اغېزمن شوی دی.

له دې سره په هغه هېواد کې ګراني زیاته شوې ده چې په غبرګون کې یې هلته خلکو پراخې مظاهرې کړې دي.

په وروستیو کې، پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د درې میلیارد (اربه) ډالرو په ارزښت یو لنډمهاله پروګرام هم بشپړ کړی دی. دغه پور د پاکستان د اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره مهم ګڼل کېږي، خو د دې پروګرام بشپړولو لپاره لا هم د ای اېم اېف او پاکستان تر مینځ بحثونه روان دي ترڅو هغه هېواد نورې مالي مرستې هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG