د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د سعودي عرب یو پلاوی د سرمایه کارۍ په امکاناتو د خبرو لپاره پاکستان ته تللی


د کراچۍ د ونډو په بازار کې یو تن د نرخونو عکس اخلي ـ پخوانی انځور.
د کراچۍ د ونډو په بازار کې یو تن د نرخونو عکس اخلي ـ پخوانی انځور.

د سعودي عرب پلاوی له پاکستان سره د سوداګرۍ او په هغه هېواد کې د سرمایه کارۍ امکاناتو لټولو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

پاکستان د تجارت وزارت رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي دي چې د سعودي د پانګونې مرستيال وزیر ابراهيم المبارک په مشرۍ پلاوی په درې ورځني سفر د مې پر پینځمه اسلام اباد ته ورسېد.

بیان زیاتوي چې د سفر هدف د دواړو هېوادونو د پانګوالو ترمینځ اړيکې پراخول او په بېلا بېلو برخو کې د تجارت او پانګونې امکانات او فرصتونه لټول دي.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۵مه د سعودي عرب بهرنيو چارو وزیر شهزاد فیصل بن فرحان السعود د یو لوړ پوړې پلاوي سره د پاکستان سفر کړی وو او د هغه هېواد له وزیراعظم او نور چارواکو سره یې پر تجارت او سيمه ييز امنیت خبرې کړې وې.

پاکستاني چارواکي وايي چې سعودب عرب ژمنه کړې وه چې په راتلونکو پینځو کلونو کې به په پاکستان کې په بېلا بېلو برخو کې د ۲۵ اربه ډالرو پانګونه وکړي.

بلخوا د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) وایي، د پاکستانیو چارواکو سره د پور د نوي پروګرام په اړه د خبرو لپاره يو پلاوی په روانه میاشت کې اسلام اباد ته استوي.

سازمان د مې پر پینځمه رویټرز خبري اژانس ته په یوه ایمیل کې ويلي چې تمه کېږي چې پلاوی یې د ټولو پاکستانيانو د هوساینې په هدف د راتلونکې مالي کال بجټ، پالیسیو او اصلاحاتو په اړه د هغه هېواد له چارواکیو سره خبرې وکړي.

د اپرېل پر ۲۹مه ای اېم اېف پاکستان ته د ۱.۱ ارب ډالر د ورکولو اعلان کړی وو چې ورسره د سازمان له لورې اسلام اباد ته د دريو اربو ډالرو پور پروګرام بشپړ شوی وو.

پاکستان په داسې حال کې له ای اېم ایفه د پور نوي پروګرام ترلاسه کولو هڅې کوي، چې د ډالر په مقابله کې د روپۍ ارزښت پرېوتی دی، په هغه هېواد کې د بهرنیو اسعارو یا پیسو زېرمې کمې شوې دي، انفلېشن یا افراط زر ۲۳ سلنه لوړه شوې او د دولتي بانک پر پورونو د سود سطح ۲۲ فیصده ته رسېدلې ده.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور قسط ورکړی وو.

په پاکستان کې په وروستیو کلونو کې حکومت د برېښنا او تېلو پر سر ولس ته ورکوونکی رعایت په دوامداره توګه کم کړی دی او وايي چې دا کار د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د پور د شرطونو پوره کولو لپاره اړین دی.

له دې سره په هغه هېواد کې ګراني زیاته شوې ده چې په غبرګون کې یې هلته خلکو پراخې مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG