د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د پېښور له یوې تعلیمي ادارې سره د تعلیمي بورسونو لړۍ غځولې ده


د امریکا سفارت په پاکستان کې له زده کوونکو سره په بیلابېلو پروژو کې مرسته کوي: انځور له ارشیفه
د امریکا سفارت په پاکستان کې له زده کوونکو سره په بیلابېلو پروژو کې مرسته کوي: انځور له ارشیفه

په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت او د پېښور د يوې شخصي تعليمي ادارې انسټيټيوټ اف مېنېجمېنټ ساينسز (ای اېم اېس) تر مینځ د "لېنکن کارنر" په نامه د تعليمي وظیفو(بورسونو) مودې غځولو لپاره ياداشت لاسلیک شوی دی.

د اپریل پر ۲۳مه د امریکا د سفارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دا یاداشت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د ولسي چارو د کونسلرې بینېټا مالون او د ای اېم اېس د مشر ډاکټر عثمان غني ترمينځ لاس لیک شوی دی چې له مخې یې د بورسونو موده د ۲۰۲۶ز کال تر اپرېل میاشتې پورې غځول شوې ده.

د پاکستان لپاره د لېنکن تعلیمي بورسونو لړۍ په ۲۰۱۴ز کال کې پیل شوې وه چې پکې یاد مرکز زده کوونکو ته د انګریزۍ ژبې د زدکړې تر څنګ د مسلکي مهارتونو د ودې ورکولو، لوړو زده کړو او د امریکا د کلتور او تاریخ په اړه د پروګرامونو کوربتوب کوي.

د یاد پروګرام تر چتر لاندې په ۲۰۲۳ز کال کې شاوخوا ۶۰ غونډې جوړې شوې وې چې پکې شاوخوا ۱۰،۰۰۰ زده کوونکو ګټه ترلاسه کړې وه.

د امریکا سفارت په پاکستان کې د لېنکن په نامه ۱۹مرکزونه لري. د امریکا سفارت په خیبر پښتونخوا کې د لنکن کارنر ترڅنګ د روزوویلټ په نوم یو بل مرکز د مېرمنو لپاره په شهید بېنظیر بوټو پوهنتون کې هم لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG